د پاکستان فساد ضد محکمې د نواز شریف دوسیه راتلونکې دوشنبې ته ځنډولې

د پاکستان پخواني لومړي وزیر محمد نواز شریف د فساد دوسیه تر راتلونکې دوشنبې پورې ځنډول شوې ده.
د ځنډولو لامل هم د هغه د زوی، لور او زوم محکمې ته نه حاضریدل وو.
ویل کیږي چې پر نوموړي به نن د جرم اعلان شوی وای خو دا کار د نوموړي د وکیل محسن شاه نواز په خبره اووه ورځې د یاد لامل له امله ځنډیدلی دی.
نوزا شریف د مالي فساد په تور د روان کال په جولای کې استعفا ته مجبور کړل شو چې لامل یې د نوموړي او د پاکستان لوړپوړو چارواکو تر مینځ د خړپړتیا شتوالی ښودل کیږي او د نوموړي تور یوه بهانه بلل کیږي.