
د امريکا په لاس وېګس ښار کې په يو هوټل کې په ډزو سره ۵۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰ نور ټپيان دي. پېښه د موسيقي په يو پروګرام کې شوي ده. ويل کيږي چې يو ۶۴ کلن کس د نږدې هوټل له ۳۲ منزل څخه په خلکو ډزې کولې چې کابو ۵۰ يې ووژل او ۲۰۰ يې ټپيان کړل.
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرامپ د پېښې له قربانيانو سره خواخوږي څرکنده کړي. ټرامپ په خپل ټوېټر لېکلي چې "زه د لاس وېګس سختې پېښې په اړه له قربانيانو او د هغوی له کورنيو سره خپلې تودې خواخوږۍ شريک کوم. خدای دې پر تاسو رحم وکړي"