
د څه مودي څخه مي د حكمتيار صاحب ليكنو ته مخه كړي چي پيدا يي كړم نو بيا يي تر اخره ګورم نو له دي جملي څخه يي ما ته د 30 سيپاري تفسير هم لاس ته راغلي چي د قران پلوشي په نوم دي هغه مي كتلو چي په مختلفو موضوعاتو كي يي د معتبرو مفسرينو د اقوالو مخالفت كړي هغه بيله خبره ده او ځانته غټه ليكنه پري كيږي او كه ووايم چي ځانته د يوي رسالي ضرورت دي نو كمه به نه وي ځكه پوره تحقيق غواړي او د تفسير د اصولو مطابق يي څيړل پكار دي ځكه د تفسير علم يو مهم علم دي چي مختلفو علومو ته اړتيا ليدل كيږي تر څو يو كس هغه ټول علوم حاصل كړي او تفسير ته ملا وتړي نه داسي چي د خپلي خوښي تفسير وكړه دا ډير خطرناكه كړنه ده ، خو چي كومه خبره زه غواړم هغه دلته وكړم هغه د صلحي په هكله د هغه تفسير دي چي دسوره الكافرون په تفسير كي په صفحه نمبر 472-474 كي يي راوړي او بيا ددوي داوسنيو منډو ترړو ته سړي وګوري نو ډير لري والي په كي دي نو لومړي غواړم ددوي د منډو ترړو څه حال احوال راوړم :
د ډيره وخته داسي اوازي او ګنګوسي وي چي د حكمتيار حزب اسلامي او دولت ترمينځ خبري اتري رواني دي كله په يوځاي كي او كله په بل ځاي كي كله په لوړه سطحه او كله هم په ټيټه سطحه خو اخر داشوله چي روانه مياشت كي ددوي يو پلاوي د انجينر قطب الدين هلال په مشري چي په يو لړ لوړو او معتبرو كسانو شامل وو كابل ته لاړل اوهلته يي د كابل چارواكو او خپلو پخوانيو سيالانو سره كوم يي چي د كابل په وراني كي يوبل ته ښكري اړم كړي وي وكتل چي د امريكي او نورو له خوا يي هم هركلي وشولو او دوي خپل شرطونه وړاندي كړل خو دا بيا بيله خبره ده چي د شرطونو د وړاندي كول څخه يي وروسته دا هم وويل چي دا شرطونه اخري نه دي كيدي شي په دي كي د بعضو شرطونو څخه تير شو نو اوس معلومه نه ده چي د كومو شرطونو څخه تيريږي ايا د هغه شرطونو څخه تيريږي چي پوره كول يي د كابل د اداري كار هم نه دي.
نو اوس خبره داده چي حكمتيار صاحب خپله داسي وايي :
په دعوت او مبارزه كي تر ټولو حساسه مرحله هغه ده چي دښمن خپله څيره بدله كړي او داپه خپل مصلحت وګڼي چې خپل مخګني سياست مؤقتا پريږدي، د تشدد په ځاي د مصالحي او جوړ جاړي شعار وركړي د عوتګران او مبارزينو ته شين چراغ وښئ ، د امتيازاتو وړانديز ورته وكړي ، محاسبه يي داوي چې په تنازل سره او مبارزينو ته په ځينو امتيازاتو وركولو او روغي جوړي ته يي متمايل كولو له لاري هغه څه د نهضت په ضد كولي شي چې د تشدد او د نهضت د پلويانو په شړلو، ځورولو او تعذيبولو يي تر لاسه نه كړل شو، ستومانه بي حوصلي او لنډ نفسه دعوتګران په دي اميد او بهانه چي كيدي شي له دغه فرصت او امتيازاتو نه په استفادي سره د نهضت په ګټه كار وكړي ، مصالحي او جوړ جاړي ته غاړه ږدي ، له دښمن سره روغه جوړه كوي او خپل همسنګران دي ته رابلي چي په مخكنيو سياستونو ، تګلارو او دريځونو كي تجديد نظر وكړي . خو دي لا د خپلو همسنګرانو او د مبارزي دملګرو په اقناع او راضي كولو نه وي موفق شوي چي متوجه شي ددښمن د توطي په لومو كي نښتي ، د صف په ليكو كي يي اختلاف راولاړ كړي او له صف نه بهر يي خپل اعتبار او حيثيت له مينځه وړي ، ګوري چي ددښمن له لوري موعود هسي يوه دوكه وه، دښمن خپل عهد او ژمنه تر پښو لاندي كړي، خپلو مخكنيو سياستونو ته يي مخه كړي او دي يي له داسي حالت سره مخامخ كړي چي نه خپلي مخګني وضعي ته بيرته ګرځيدلي شي او نه له دښمن سره جوړ جاړي ته دوام وركولي شي هغه مخلص او وفادار غړي چي په دي له ده او دده د موخو او تګلارو سره يي ژمنه كړي وه هري قرباني ته چمتو وو او له دښمن سره يي له يوځاي كيدو كركه درلوده ورو رو له ده بيل شي ، ددوي خالي ځاي په هغه خلكو ډك شي چي له دښمن سره د جوړ جاړي روحيه پري غالبه او د مبارزي په مخګني مرحله كي ونډه كمزوري وه، دا وضعيت نهضت له داخلي تشنج فكري تزلزل د نوي سياست د ګټورتوب په اړه بي باوري او د تصميم نيونكو حلقو په هكله د عامو غړو بي اعتمادي راولاړه كړي او د تحريك بقاء او دوام له جدي ګواښ سره مخامخ كړي ډير تحريكونه په دي نه دي توانيدلي چي له داسي مرحلي سرلوړي او بريالي ووځي .
نو اوس خبره داده چي ايا دحكمتيار صاحب نهضت په خپله ددي حساسي مرحلي ښكار نه شولو ځكه چي مكار دښمن خپله څيره بدله كړي سور بوش په تور اوباما توره كندوليزا رايس په سره هيلري بدل شول نوره پاليسي هماغه چليږي چي كومه پخوا وه اوس دا يي په دي نوي ستراتيژي دوكه نه كړلو كومه چي اوباما څه موده وړاندي اعلان كړله چي په نتيجه كي به ديرش زره نور وژونكي زمونږ هيواد ته راليږي او چه ښه پوره وژنه وكړي نو بيا به په كال 2011 كي دوتلو پروګرام جوړوي نو اوس سړي نه پوهيږي چي دوي يي وډار كړل او كه نه دوكه شول خو غالبه ګمان همدا دي چي دوكه شوي به وي او دده د نهضت غړي له ده بيلږي نو مجبور دي چي هغوي خپله د مبارزي لاره د شرعي امير په مشري كي مخ په وړاندي بوځي نو په دي سره دده خپل نهضت دداخلي تشنج او تزلزل سره مخ نه شولو ايا له ده څخه ملګرو لاره بيله نه كړله دده سره خو هميشه ملګرو وفا نه ده كړي او د نهضت څخه جدا شوي لكه د شهنواز تڼي په مسله كي يي د نيمي اجرايه شورا څخه زياتو له ده لاري بيلي كړلي او د هغوي خالي ځايونه هماغه خلكو ونيول چي د نهضت په لومړيو كي يي ونډه كمه وه او هم يي ددشمن سره كركه او نفرت كم وو او غواړي چي هوسا او ارام ژوند وكړي چي د همدي پلاوي غړي يي زياتره د اروپا او امريكا نه راغلي هم وه او دا ددي ثبوت وركوي چي دغه غړي نه مقاومت كوي او نه يي اراده شته، خو يواځي د واك د مزو دپاره غواړي د يوڅه وخت لپاره دلته راشي، او نتيجه داسي ښكاري چي د حكتيار صاحب نهضت هم نه دي توانيدلي چي له دي مرحلي څخه سر لوړي او بريالي ووځي.
او د تفسير په بل ځاي كي داسي وايي:
ډير كسان ددي خبري له درك څخه عاجز دي چي كله به له دښمن سره تفاهم ته كښني او مصالحي ته به چمتو كيږي او كله به په قاطعيت او عدم مداهنت ټينګار كوي او له انعطاف او مصالحي نه به ځان ساتي ، ځني داسي ګمان كوي چې د ضعف او ناتواني په وخت كي كولي شو له دښمن سره روغه جوړه وكړو د مداهنت او انعطاف لاره غوره كړو، خو د قوت او ځواكمني په وخت كي بايد مداهنت او انعطاف يوي خوا ته پريږدو او ددښمن په ضد په قاطعيت سره چلند وكړو ، په داسي حال كي چي خبره كاملاَ ددي عكس او خلاف ده . پدي سره زما پام دده او د مرحوم مولوي صاحب خالص رح هغه منازعي اوړي چي ددوي ترمينځ د روسانو سره د خبرو په مهال وي چي دوي يي پلوي كوله او دا يي ښودله چي مونږ بايد روغه وكړو او دليل يي د حديبي صلحه يادوله خو مرحوم مولوي صاحب رح به ورته ويل چي مونږ خپل هدف ته د رسيدو په لار كي يو نو بايد داسي ونه كړو چي په بي ځايه خبرو او صلحي باندي خپل اهداف له لاسه وركړو او هغه ورته ويل چي صحيح ده په حديبيه كي صلحه شوي خو هلته مسلمانان د عمري د اداء كولو په نيت لاړ شوي وه نه د جهاد په نيت او هلته كفار په پوره تياري سره وه او د مسلمانانو د جنك تياري نه وه كړي خوده به خپله همدا خبره كوله چي مونږ په قوت كي يو خپل شرطونه پري منلي شو خو هماغه وشوله چي هدف په ځاي پاتي شولو او خپلو كي سره يي ښكري اړم كړلي چي هيواد يي د هغي زيات ګنډواله كړلو چي روسانو كړي وو نو اوس هم دوي په هماغه موقف كي دي چي د امريكايانو او د كابل د وګدارانو سره خبري كوي د هغي پرتله دا ځل دير په كمزوري حالت كي دي چي هلته يي ګټه ورنه كړه او نه د كوم مرض دوا شوله نو داځل به څنګه وركړي.
څه نور اياتونه يي راوړي چي د سولي په هكله دي بيا د هغوي ټولو نچوړ داسي بيان كړي:
الف : ددښمن په وړاندي د ضعف او ناتواني احساس مه كوي ، ددښمن په ضد د خپلي مبارزي شور او شوق له لاسه مه وركوي لټي او كسالت مه كوي .
ب : دښمن ته د صلحي او روغي جوړي پيغامونه مه ليږي او تفاهم او سازش ته يي مه رابلي .
ج : تاسي لوړ ياست لوړ تردي چي ددښمن په وړاندي د ضعف او كمزوري احساس وكړي او د سازش او روغي جوړي لاس ور اوږد كړي .
هـ : ګمان مه كوي چي له روغي جوړي پرته به ستاسو ټولي هلي ځلي هدر شي قرباني به مو ضايع شي او هغه نتايج به پري مرتب نه شي چي الله تعالى يي له تاسو سره وعده كړي .
نو اوس همدي نچوړ ته وګورو او كه دده تګلاري ته، دا دوي دي چي د مبارزي شور او شوق يي د لاسه وركړي او كه ددوي دښمن ، دښمن خو يي لا لګيادي نور ديرش زره وژونكي راليږي او دا ورته د سولي او په امن د وتو خبري كوي ، دلته دا په كوم حالت كي دي ايا دده حالت د قوت دي او كه د ضعف ، بله دښمن ته د سولي او روغي جوړي پيغامونه ليږل ايا هغوي دده سره خبرو ته ناست شوي او كه ده خپل پلاوي ورليږلي دي ، ايا له دي څخه يي دمخه دداود عابدي په لاس اوباما ته پيغام نه وو ليږلي چي دروغي جوړي په هكله يي ورنه غوښتنه كړي وه چي د هغي په ځواب كي مغرور اوباما څه وكړل بلكي د افغانانو وژنه يي لا زياته كړله . او يا ده په خپل دي كار سره د لوړوالي احساس وكړلو او كه د كمزوري چي دښمن ته يي پلاوي وليږلو او دروغي جوړي غوښتنه يي وكړله، او ايا دوي دا ګمان نه دي كړي چي دروغي جوړي پرته يي قرباني او مبارزه هدر او ضايع كيږي حكومت او واك يي لاس ته نه شي راتللي او نه كومه فايده وركوي ، نو اوس خبره داده چي د حكمتيارصاحب په تفسير او په عملي تګلاره كي فرق شته دي ځكه هلته د مكار دښمن د څهري د بدلولو خبري كوي او هلته بيا پري غوليږي ځكه هغه په نوي ستراتيژي كي د خبرو او بډو وركولو خبري كړي تر څو بعضي خلكو ته بډي وركړي او د مبارزي د ليكو څخه يي واړوي او دوي هم غواړي د خبرو ميز ته ورسره كيني ، او هلته بيا د قوت او طاقت په وخت كي د خبرو پلوي كوي نو اوس دلته كومه دي هغه طاقت چي ستاسي خبري پري وشي او دښمن ديته تيار كړي شي چي ستاسي شرطونه ومني ، او هلته بيا دښمن ته د سولي اوروغي جوړي د پيغام وركول مخالفت كوي او دلته ورته پلاوي ليږي ترڅو روسره خبري وكړي . نو پكار ده چي حكمتيار صاحب څه د قرآن په تفسير كي راوړي په هغي خپله عمل وكړي نه دا چي همدا خبري په ځان حجت كړي او نهضت لا نور متلاشي او د ختميدو په لوربوځي مقاومت يي پاي ومومي او هيڅ په لاس ورنه شي.