افغانستان هغه هیواد دی چې هره ورځ پکې یوه نه یوه د غم،ناوریناو جګړې خبرهاورو او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې هره ورځ په لسګونو کسان یا خپل ژوند له لاسه ورکوي او یاهم ټپي کیږي.
پر دې هیواد چې له شا اوخوا څلورو لسیزو را پدیخوا کومه جګړه تپل شوې او لا هم روانه ده، هیوادوال یې تر ډیره په رواني ناروغیو اخته کړي دي او نور د غم او جګړو خبرونو اوریدل نشي زغملی.
خو ددې سره سره متاسفانه تر ډیره بریده زمونږ هېواد وال په ټولنیزو رسنیو کې د یوې کوچنۍ موضوع په اړه دومره مبالغه کوي چې له ریښتیا سره ډیره واټن لري چې دا ډول خبرې خلکو ته تر ډیره د منلو وړ نه وي، د بیلګې په توګه د یو چسپکي ماین د چاودنې خبر په خپرولو سره وایي چې یوې درنې چاودنې کابل ښار ولړزاوه، په داسې حال کې چې د چسپکي ماین دغه چاودنه به هيڅ ډول مرګ ژوبله هم نلري.
څرګنده ده چې دا جمله چې(درنې چاودنې کابل ښار ولړزاوو) له حقیقت نه لرې او د نه منلو خبره ده او یا هم لکه بله پېښه چې څه موده وړاندې په کابل ښار کې یوه خصوصي تفریحي پارک د کام ایر هوایي شرکت یوه له کاره لویدلې الوتکه د رستورانټ جوړولو په موخه را لېږدوله، ترڅو د خلکو لپاره جالبه تمامه شي او خوند ترې واخلي، خو له هوایي ډګر نه دغه پارک ته د الوتکې د رالېږدولو پر مهال، که څه هم نیمه شپه وه، عامو فیسبوک کاروونکو بیا دې موضوع ته منفي جنبه ورکړه او ګڼو کسانو ولیکل چې د کابل ښار پر واټونو د کام ایر هوایي شرکت الوتکې بېړنۍ ناسته کړې، په داسې حال کې چې له هیڅ چا سره د موضوع په اړه کره معلومات نه وو.
په هر هیواد کې د قانون له مخې رسنۍ حق لري ترڅو د خپلو وګړو دخبرولو لپاره د خبر رسولو په برخه کې کار وکړي خو تر څنګ یې باید دې ټکي ته هم پاملرنه وکړي چې په خپلو خپرونو سره د دولت او ملت ترمنځ واټن را کم کړي، دولت ته د ملت غږ ورسوي او ملت بیا د دولت له پرېکړو نه خبر کړي، له نیکه مرغه په ورستۍ یوه نیمه لسیزه کې زمونږ په هېواد کې هم د بیان آزادۍ او د رسنیز فعالیت په برخه کې مثبت ګامونه واخیستل شول او موږ یې د پرمختګ شاهد وو،خو له بده مرغه اوس اوس او د ټکنالوژۍ له پرمختګ سره، د نورو غږیزو او انځوریزو رسنیو تر څنګ ټولنیزې رسنۍ هم تر ډیره د خبر رسولو په برخه فعالیت کوي، دا پداسې حال کې ده چې د هیواد هر وګړی که باسواده دی او که بې سواده، که خبریال دی او که عادي کس، که وزګار دی او یا د کار خاوند، په ټوله کې هر شخص ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی لري او وخت ناوخت هغه خبرونه او لیکنې خپروي چې نه یې سرچینه معلومه وي او نه هم کومې دولتي او یا هم غیر دولتي معتبرې مرجع تایید کړې وي.
په ټولنیزو رسنیو کې د هر ډول خبرونو او لیکنو خپریدل که څه هم خلکو ته ګټور دي، خو تر څنګ یې ګڼ منفي اړخونه هم لري، لکه پرته له کومې سرچینې د خبرونو خپریدل او یا هم د بې بنسټه منفي خبرونو خپرول او یاهم د مخالفینو په ګټه منفي تبلیغات.
د ټولنیزو رسنیو کاروونکي هغه خبرونه تر نورو ډیر خپروي چې هغې کې منفي او یا هم د غم او جګړو خبر وي، دوي ګومان کوي چې د دې ډول خبرنو په خپرولو سره به په تولنیزو رسنیو کې فعال رول ولوبوي،او په ټوله کېد مثبتو او خوښۍ د خبرونو له خپرولو سره دومره لیوالتیا نه ښايي، لکه څومره چې د منفي خبرونو خپرولو کې لیوالتیا ښايي.
بل خوا موږ په داسې یوه ټولنه کې ژوند کوو چې د خپلو وګړو ټولنیز ژوند ته کوم معیار او ځانګړي اصول نلرو ترڅو د هغې له مخې خپل ژوند ته دوام ورکړي، د هر چا ژوند کړه وړه او د ژوند کولو ډول متفاوت دی، نو له همدې کبله زموږ ډیری هېوادوال ددې پر ځای چې خپله دنده، درس او یا د کورنی غړو سره وخت تیر کړي برعکس خپل ډیری وخت یې په دې ټولنیزو رسنیو یا شبکو کې ضایع کوي.
خو ددې سره سره له بده مرغه بیا هم نن سبا په ټولنیزو رسنیو کې تر ډیره عام خلک چې د دوی دنده هم نده، د خبریال او سیاستوال کارونه مخ ته وړي چې نه یې املاء سمه وي نه یې د خبرونو سرچینه معلومه وي او نه یې د سیاسي موضوعاتو په اړه تحلیل او شننه کره او په منطق برابره وي.
په پای کې که راشو دې ته چې څنګه کولای شو د ټولنیزو رسنیو څخه ګټه پورته کړو نو پکار ده چې لومړی خپل وخت اداره کړو او په دوهم پړاو کې هغه پاڼې او اشخاص له ځانه سره ملګري کړو چې له هغوی نه ګټور معلومات ، خبرونه او نور د ژوند اړین موضوعات ترلاسه کړو او په دریم پړاو کې له خپلې پاڼې څخه داسې څه خپاره کړو چې سرچینه یې معلومه وي ، نورو ته ګټور وي او زموږ خپل معلومات وي نه دا چې له نورو نه یې غلا کړو. پای
وروستي