حامد کرزی ناروغه دی!

هغه بله ورځ يو دوست راته کيسه کوله ويلې چې زموږ يو مشر راته ويلې پوهيږې چې ولې د اکثره هېوادونو قوانين دهېواد لپاره يو شخص ته د اته کالو ډير د ولسمشرۍ لپاره اجازه نه ورکوي؟ سره له دې چې معمول خو بايد داسې وای ، چې کله د يو چا په کوم کار کې تجربه زياتيږي همغه بايد دغه کار نور هم پر مخ بوځي ،خو د ولسمشرۍ د پوست لپاره څلور او چې ډير وې اته کاله وروستی حد ځکه ټاکل شوی، چې دغه دنده ډيره سخته ده ، د سياسي او ټولنيزو ، اقتصادي او ... فشارونو له امله يو انسان ، په دغه موده کې له ذهني پلوه ډير کمزوری کيږي ، نوځکه هغه نه شي کولای د ډيرې مودې لپاره دغه درنده دنده پرمخ بوځي ، د يو هېواد درهبرۍ لپاره اړينه ده چې يو سالم ،عاقل او مدبر شخص دغه څوکۍ ته وخت په وخت وګمارل شي ، دغه خبره مې ځکه وکړه ، چې زموږ بدبخته هېواد ، چې يوځل يې څوک څوکۍ ته رسيدلی نو په اسانه يې بيا پريښودو ته زړه نه ښه کوي ، د افغانستان په معاصر تاريخ کې د استاد رباني او اوسني ولسمشر حامد کرزی دورې د دغه نادودو ښې بيلګې دي ، استاد رباني خو دغه کرسۍ مبايل( ګرځنده ) کړې و ه ، او له ځانه سره به يې هر چيرته ګرځوله ، خو ولسمشر کرزي که څه هم دغه چوکۍ دنړيوالو په زور په کابل کې ټينګه کړې، پخپله خو يې نه پريږدي ځکه چې فکر کوي چې ميراثي ورپاتې ده . خو داسې ښکاري ، چې باداران يې هم نور ورسره خوښ نه دي ، داسې ښکاري چې نور نو نړيواله ټولنه نه غواړي کرزی په واک کې پاتې شي ، تيره ورځ مې د لويديځ په يوه ورځپاڼه کې ليدل چې د دې عنوان لاندې يې ليکلي و : افغان مشران دامريکا پر اغيز ملنډې وهي ،دغه ورځپاڼه په خپله ليکنه کې مخکې ليکي چې ولسمشر حامد کرزي د سپين ږيرو يوې ناسته کې ويلي چې امريکايان افغانستان ته دسولې او ټيکاو د راوستو په موخه نه دي راغلي بلکې دلته خپل زور ازمايلو په موخه راغلي ، کابل ته د ولسمشر اوباما سفر هم ښايې دې او دې ته د ورته انديښنو په پايله کې شوی وي ،په دغه سفر کې به کرزي ته ضرور دا پيغام ورکړل شوی وي ، چې نور نو د امريکا دصبر کاسه چپه کيدو ته ډيره نږدې شوې ، ښايې هغه به کرزي ته غوڅې خبرې کړي او د نورو خبرو لپاره يې واشنګټن ته هم ورغوښتی .. امريکايان به ضرور دا وايې ( زما پيشو ماته ميو ). داچې ولې مې دغه ليکنې ته زړه ښه کړ؟ ځکه د مخه خو به مو يوازې په دې فکر کاوه ، چې کرزی د پښتنو لپاره مضر دی ،خو اوس چې دنوموړي له نادوده کړنو خبريږو ، پوهيږو چې نور نو دغه شخص نه يوازې د پښتنو په ګټه نه دی بلکې افغانستان ته يې موجوديت د دې پر ځای چې ګټه ورسوي تاوان کوي .
د کرزي نادودی :
له کله راهيسې چې حامد کرزی د درغليو په ډکو ټولټاکنو کې بريالی اعلان شوی ، له همغه پيله د دغه شخص د دې پر ځای چې خپلې تيرې تيروتنې اصلاح کړي نورې يې هم د ځان او هېواد پر ضد کارونه پيل کړي ، زه ځکه وايم چې نوموړی ناروغه دی ، نوموړی خپلې دغه کړنې په شعوري توګه نه تر سره کوي ، بلکې داسې ورڅخه کيږي .
له ټاکنو شا او خوا اته مياشتې پوره کيږي ، خو د نوموړي کابينه لا بشپړه نه ده ، په کابينه کې يې چې يې کومې څيرې معرفي کړې ، ځينې يې حتی په خپله هم نه پيژني ، او ځينې يې داسې اشخاص په دندو وګمارل، چې له مافيا سره غښتلې اړيکې لري ،او يوه ورځ به بيرته په همده ګوزار کوي . راځو دې خبرې ته چې ولسمشر څه ناروغه دی ؟ زموږ ولسمشر داسې ښکاري ، چې په رواني ناروغۍ اخته شوی ، دافغانستان په څير هېواد کې خو څلور کاله حکومت کول بيا په داسې شرايطو کې، چې نړيواله ټولنه په يوه خوله نه ده ، ګاونډيان د خپلو ګټو لپاره د هيڅ راز کړنو دريغ نه کوي ، په داخل کې جنيتکارې او جګړه مارې ډلې خپلې هڅې کوي د چوکۍ د لاسته راوړنې په موخه هر څه وکړي ، له طالبانو او نورو سره جګړه ، د نړيوالې ټولنې تيروتنې ....ټول هغه څه دي چې د ولسمشر په ذهن هر کله هم بده اغيزه کولای شي ، خو کرزي ډير تکړه ځکه و ، چې په داسې حالتو کې له اته کالو هم ور واړوله ،خو داسې ښکاري ، چې نوموړی نور نو وړتيا او حوصله نه لري ، چې خپل کارونه په برياليتوب سره پر مخ بوځي ، راځئ لږ د ولسمشر ماڼۍ ته سر ورښکاره کړو ، چې هلته څه روان دي .
کرزی چې د امريکا او لويديځ په هيلکوترو کې کابل ته راغی ، اوس يې ورسره ځان ښکر په ښکر کړی ، کله د امريکا له قصده د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد کابل ته راغواړي او اجازه ورکوي چې له خپل سټيجه امريکا ته کنځلې وکړي ، کله بيا چين ته ځي اوهلته د ځينو معمولي تړونونو وروسته په زغرده وايې ، چې اوس دې د امريکا لاس هم خلاص وي ، او کله بيا د روسيې لومړي وزير ولاديمر پوټين ته ليک استوي ، چې د امريکا څخه په خلاصون کې ورسره مرسته وکړي .
نوموړی ځکه ناروغ دی، چې دقدرت ليونتوب او خوند يې نه پريږدي، چې چوکۍ پريږدي، عصبانيت يې تر دې حده رسولی ، چې نوموړي ته نږدې ټيم نور نه غواړي له ده سره کار وکړي ،قسيم خان فهيم خو له لومړۍ ورځې مخالف دی ، حتی په خپله خونه کې د ده د انځور پر ځای د جنګي قوماندان احمدشاه مسعود انځور را ځړولی ، چې د ټولو سياسي نورمونو خلاف عمل دی ، او هغه ورځ هم لرې نه ده چې د تير په څير يو ځل بيا ورته د وهنې ګواښ هم وکړي ، د نوموړي د دفتر مشر داودزای ، او فرهنګي سلا کار هېوادمل ، چې ولسمشر ته ترټولو نږدې کسان دي اوس په دې لټه کې دي، چې څرنګه له نوموړي ځان خلاص کړي ، وياند وحيد عمر يې هم څه هم څه موده هڅه کړې وه ، هند ته پناه يوسي ، خو وروسته د داودزي په منځګريتوب ، بيرته راستون شو ‎، ځينې نورڅيرې هم غواړي چې د کرزي په حکومت کې دندې پريږدي ، چې دنوم ذکر کول به يې اوس اړين نه وي ، خو ډير ژر به دا هم واورئ ، چې د کرزي دحکومت ډير غښتلي کسان غواړي له نوموړي لاره جلا کړي .
نوموړی په دې هم نه دی قانع چې نږدې نهه کاله يې په دغه هېواد کې واکمني وکړه ، څلورکاله نورهم وخت لري ، خو نوموړي ته قدرت دومره خوند ورکړی ، چې اوس غواړي راتلونکي لپاره هم سره له اوسه هڅې پيل کړي ، چې د نوموړي د ورور محمود خان کرزي ګوندي هڅې په دې برخه کې يادولی شو.
زه په دې فکر نه کوم چې دحامد کرزي سرنوشت به څه وي ، ولې په دې ضرور فکر کوم، چې زموږ دبدبخته ځوريدلې او کړيدلي ولس واګې به بيا دکوم جلاد په لاس کې ورکول کيږي . چې داځل به يې مسوليت کرزی صيب له تا پر ته بل هيڅوک ونه مني ( خوبيا تاسې ولسمشر صيب لاسونه مروړئ ، خو وخت به درڅخه تير وي او دا مقوله به زمزمه کوئ ( پو پخپله پو)