افغانستان یو ځل بیا د یوبلې بهرنۍ کرکټ لوبډلې کوربه دی

 
افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د دویم ځل لپاره  د یوې بلې بهرنۍ کرکټ لوبډلې کوربه توب کوي او دا ویاړ لرو چې دلته هم د بهرنیو لوبډلو راتګ را پیل شو.
شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې د پاکستان د کورني کرکټ مهمه او اتله لوبډله (HBL) کابل ته راغلې وه او دا د کرکټ په تاریخ کې د اول وار لپاره د یوې بهرنۍ لوبډلې راتګ ؤ چې په ښه ډول ترسره شو، مېلمه پالنه یې وشوه، له خونده په ډکه فضا کې لوبې شوې.
اوس دادی تازه همدا پرون د کرکټ پر نړۍ د راج چلونکي هېواد هندوستان د معلولینو کرکټ ملي ټیم کابل ته راورسید او زمونږ د معلولینو له ملي لوبډلې سره د دریو شل اوریزو سیالیو لړۍ لري.
د لوبډلو دا ډول راتګ زمونږ د هېواد پر هر اړخیز وضعیت لوی مثبت اغېز کوي. په امنیتي لحاظ زمونږ د هېواد کرېډېټ لوړیږي، د خلکو ذهنونه له تخریب د ودانۍ، مېلمه پالنې، ورزش او لوبو ډګر ته اوړي. د بهرنیو هېوادونو هغه وېره ختمیږي چې دلته یې د لوبډلو د راتګ په اړه لري او یا هم په نورو برخو کې دلته د مرستو په اړه.
دا کار د کرکټ بورډ پیاوړې ادارې او پرکاره مسؤلینو وکړ.
دوی مسؤلیت ته غېږه ورکړه خو ښه یې اداء کړ، دوی پر ځانونو تکلیف تېر کړ خو هېواد ته یې ستر ویاړ وربخښه، دوی دنده امتیاز ونه باله بلکې د یوه درنه مسؤلیت او لوی کار په توګه یې غاړه ورته کېښوده او نن یې له برکته د نړۍ پر مخ د افغانستان نوم او انځور بدل شو.
مونږ که د هرې ادارې مسؤلیت دغسې وړ اشخاصو ته وسپارو، د لوی تحول راتګ هېڅ ناممکن نه دی بلکې ډېر ژر د بنسټیزو بدلونونو او تغیراتو راوړل اسانه کیږي.
دلته ستونزه ددې نه ده چې وړ کسان نه لرو، بلکې که مقرر شوي هم دي ځان مسؤل نه ګڼي او فکر کوي پر کار یې هېواد ته کوم تغیر نه راځي.
که د هرې ادارې مسؤل او کارمند د خپل ځان کار او دنده د هېواد په جوړونه کې مهمه وګڼي او ټول ولس د منفي ګېرایۍ پر ځای مثبت فکره واوسي د ډېرو مهمو تغیراتو شاهدان به واوسو.
زه د یو هېوادوال په توګه یو ځل بیا له ویاړلي جمهور رئیس محمد اشرف غني، اجرایه رئیس او د حکومت له ټولې رهبرۍ مننه کوم چې د افغانستان کرکټ بورډ مهمې ادارې ته یې داسې وړ مشر او نور مسؤلین ټاکلي دي.
بیا د یو افغان په صفت د کرکټ بورډ اداره ستایم، پر کارونو یې ویاړم او افتخار کوم چې مونږ هم په نړیواله کچه سیالې ادارې او کادرونه لرو چې زمونږ هېواد ته یې له نېک نومۍ، افتخار او ویاړ پرته نور څه نه دي ور په برخه کړي دي.
د ودان، پرمختللي او مترقي افغانستان په هیله............
خالد افغان – کابل