پکتياوالو د يوه لاريون په ترڅ کې پرافغان خاوره د پاکستان کړنې وغندلې

روهي (پنځه نۍ/۹ د زمري)، دپکتيا ولايت يوشمېر اوسيدونکو د پاکستان له خوا پر ډيورنډ کرښه د دروازو جوړولو او پر ځينو ولايتونو د توغنديو د ويشتلو په غبرګون کې لاريون وکړ.

ياد لاريون په مرکز ګردېز کې جوړ شوی و، چې سلګونه ځوانانو، مشرانو او عامو اوسيدونکو پکې برخه اخيستې وه.

د لاريون يو تنظيمونکی علي جان محمدي وويل: ((زمونږ د لاريون موخه همداوه چې په دې ورستيو کې د پاکستان له خوا چې کومې کړنې پر افغان خاوره کيږي دغه وغندو او له  حکومت هم غوښتنه کوو، چې ددې کار مخه ونيسي.))

نوموړي وويل په دې ورستيو کې پاکستان پر ډيورنډ کرښه اغزن سيم لګولی او په  دې ورستيو کې په ځينو برخو کې پرې دروازې جوړوي، چې دغه کړنې افغانانو ته  د منلو وړ ندي.
علي جان وويل تر څو چې پاکستان دغه ډول کړنې بندې نه کړي، تر هغه به دا ډول لاريونونو ته دوام ورکوي.

لاريون کوونکو د سولې او اوربند په ورستو حالاتو باندې هم خبرې وکړې او کوم دری ورځنی اوربند چې ولسوالو اعلان کړی، له هغې څخه يې ملاتړ وکړ او غوښتنه يې وکړه چې اوربند بايد اوږدمهالی شي.

د لاريون يو غړي ملک ظفرخان وويل:((د طالبانو له خوا د دری ورځيني اوربد اعلانول دا يو ښه زيری دی، خو ټول افغان ددې غوښتنه کوي، چې دغه اوربند بايډ اوږدمهالی شي.))

نوموړي وويل لکه څنګه چې وسلوالو له امريکايانو سره د سولې تړون کړی همداډول بايدله افغن حکومت سره هم اوربند وکړي او پاتې خبرې د سولې له لارې حل کړي.

د يادولو ده چې په دې ورستيو کې  په ځينو ولايتونو کې پر افغان خاوره د پاکستان د يوشمير کړنو په غبرګون کې لاريونونه شوي او له ياد ګاونډي هيواد څخه يې غوښتنه کړې کومې کړنې چې دوی يې له افغانانو سره دې کوي، دې ته دپای ټکی کيږي.