ولسمشره! مننه چې د کرکټ بورډ چارواکي او لوبغاړي مو وستایل.

 
دوه ورځې وړاندې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغانستان کرکټ بورډ مسؤلین او د ملي لوبډلې لوبغاړي خپل حضور ته وغوښتل، مېلمانه یې کړل او د دوی د ښو کړنو قدرداني یې وکړه.
دا لازمه ده که یو څوک خپل مسؤلیت په ښه ډول اداء کوي نو باید مشران یې ونازوي، تقدیر یې کړي او د نور پرمختګ لپاره یې وهڅوي.
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د نوې رهبرۍ لاندې په ډېر ښه ډول خپل پلانونه جوړ، ترتیب او بیا یې د تطبیق لپاره منظم حرکت وکړ چې ورسره یې نوم په نړیواله کچه وځلید، لوبډله قوي شوه، د لوبغاړو لپاره اسانتیاوې برابرې شوې، کورنی کرکټ مخکې لاړ او په عموم د کرکټ وضعیت په مثبته خوا بدلون وکړ.
په دې برخه کې ډېر مثالونه هم راوړلی شو.
د هېواد په څو ولایتونو(کندهار، خوست او پکتیا) کې د کرکټ د نړیوالو معیاري لوبغالو د جوړیدو عملاً کار روان دی او په یو نیم ولایت کې خو نور په بشپړیدو هم دي.
په پروان، کاپیسا، هرات او بدخشان کې د رونیزو اکاډمیو جوړولو کارونه دوام لري، چې په دې سره به د یادو ولایتونو ځوانان د کرکټ مسلکي زده کړې ته لاس رسی ولري او په پایله کې به یې نوي ځوانان د کرکټ ملي ډګر ته راووځي.
د معلوماتو له مخې په نیږدې وختونو کې په لغمان کې هم د لوبغالي چارې پیلیږي او ورسره به په ننګرهار کې ښار ته په نیږدې ساحه کې د بل لوبغالي جوړیدو په کار کې هم پرمختګ وشي.
د همدې مودې په جریان کې په ملي کچه د داخلي لوبې(شپږیزې) په لوړ معیار ترسره کیدل د ښې ادارې یو بل راز دی.
په نړیواله کچه د لوبډلې ښې لاسته راوړنې او ورسره د نړیوالو پام راړول، له کرکټ نړیوالې شورا سره ښې اړیکې جوړول او بیا د یادې شورا د کلک لاسنیوي راجلبول د کرکټ بورډ ادارې له نورو ځانګړو پرمختګونو او لاسته راوړنو یادولی شو.
اوس د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې د فعالیت او پرمختګ په اړه نړیوالې مشهورې ورزشي رسنۍ، ورزشي وتلي مبصرین، نړیوال اتل لوبغاړي او د کرکټ نړیواله شورا د ښه راتلونکي په مورد جالبې او په زړه پورې تبصرې خپروي او لیکي.
خو ددې لپاره چې دا هر څه نور هم ښه شي، نړیوال هم په دې پوه شي چې له وړ چارواکو او ادارو په لوړه کچه ملاتړ شته او ور باندې ځانګړی حساب کیږي، په کار وه چې د افغانستان جمهور رئیس اتلان او د ادارې مسؤلین نازولي وای چې همداسې وشول.
ویاړلي جمهور رئیس د کرکټ بورډ ادارې مسؤلینو له ښو فعالیتونو خاصه مننه او ستاینه وکړه، ورته یې د نور ملاتړ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې په دې عرصه کې به ځانګړي پانګونه کوي او ځوانانو ته به زمینې برابروي.
د ښاغلي غني دې وروستي اقدام په ټولنیزو رسنیو کې ښه انعکاس وموند او له ده یې د مننې په پار ګڼو کسانو تصویرونه او لیکنې خپرې کړې.
ولس همداسې ولسمشر غوښت او د راوستو لپاره یې د سر په قربانیو ترې ملاتړ هم وکړ.
دا سمه ده چې داخلي ننګونې او ستونزې به یې پر کارونو بد اغېز کړی وي ، هغسې به نه وي څنګه چې د ولس هیله وه او ده، خو تمه شته چې هر څه به ورو، ورو سمیږي او ستونزې به کمیږي.
ولسمشر په دې کار سره د ولس زړه لاس ته راوړ، وړ او مسلکي اداره یې وستایله او ترې یې خپل ملاتړ په ډاګه، هغوی یې نازول چې رښتوني اتلان دي او ولس ته یې خوښۍ راوړي دي.
د نورو خوښیو او بریاوو په هیله.............
خالد افغان – کابل افغانستان