
د فرانسې چارواکو وروسته له هغې د ترهګرۍ ضد څیړنو د پیل خبر ورکړ چې پرون چې د یاد هیواد په جنوبي ښار مارسي کې د ریل ګاډي په تم ځای کې د یوه سړي له خوا دوې ښځې د چړې په ګوزارونو ووژل شوې.
د یاد هیواد امنیتي سرچینو خبر ورکړی دی چې برید کوونکی په سیمه کې د ګزمه کوونکو پولیسو له لوري وژل شوی دی.
د یاد هیواد بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې دوی د ښځو د هویت په اړه څیړنې کوي
له بلې خوا د داعش ترهګرې ډلې اړوند رسنیزې سرچینې اعماق ویلي دي چې برید د دوی یوه غړي تر سره کړی دی.