ټرمپ وایي ټیلرسن د شمالي کوریا سره د مذاکرو لپاره هسې وخت ضایع کوي

د امریکا ولسمشر وایي چې د بهرنیو چارو وزیر یې د شمالي کوریا سره د خبرو اترو لپاره هسې وخت ضایع کوي.
ټرمپ وروسته له هغې یاد غبرګون ښودلی دی چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر رکس ټیلرسن وویل چې له شمالي کوریا سره یې د اړیکو لارې چارې موندلي دي.
ډونالډ ټرمپ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي: ما ټیلرسن ته وویل چې له کوچني راکټي سړي سره هسې د خبرو لپاره وخت ضایع کوي.
ټرمپ د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ته د کوچني راکټي سړي خطاب کړی دی.
د امریکا او شمالي کوریا تر مینځ د شمالي کوریا له خوا د توغندیزو او اټومي ازموینو له امله اړیکې تر وروستي حده خړې پړې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکایي سرچینو خبر ورکړ چې د امریکا سمندري ځواکونو رونالډ ریګن په نامه پوځي بېړې د کوریا ټاپووزمې ته ځي.