هسپانیا کې د کاتالونیا محلي حکومت د خپلواکۍ ټولپوښتنه کې ۹۰ سلنه خلکو مثبته رایه ورکړه

د هسپانیې کاتالونیا محلي دولت چارواکو ویلي دي چې د دوی له خوا د خپلواک دولت د جوړیدو لپاره په تر سره شوې ټولپوښتنه کې د سیمې ۹۰ فیصده خلکو مثبته رایه کارولې ده.
د هسپانیې مرکزي دولت چارواکو نوموړې ټولپوښتنه غیرقانوني بللې ده چې په ترڅ کې یې له پولیسو سره په اخ و ډب کې له ۸۰۰ ډیر کسان ټپیان شوي دي.
د مرکزي دولت له خوا د رایه اچونې الکتروني سیستم بند شوی و خو بیا هم نوموړې ټولپوښتنه تر سره شوې ده.
د کاتالونیا رهبر کارلوس پیچ ډیمون په یوه تلویزیوني وینا کې ویلي دي چې دوی دا حق تر لاسه کړ تر څو د یوه جمهوري دولت په بڼه خپلواک حکومت ولري.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په عراق کې کردانو هم ورته ټولپوښتنه تر سره کړه.