مړ زما ضمير پښتون
يم چې نن قفير پښتون
تل ټوپک، خو هېڅ هنر
ځکه نن اسير پښتون
دواړه دوه جلا لارې
دا مريد او پير پښتون
اوسي له مودو سره
مرګ، ژړا او وير پښتون
زما شپونونکی ساده سړی
وژني مې امير پښتون
حل لاره کتاب قلم
شي که ورته ځير پښتون
ورور قاتل او ورور مقتول
نن دغه تصوير پښتون
رب ته رحمانزي دعا
يون او يو بهير پښتون
وروستي