په خوست کې به، يو  کميسيون بل کميسيون وزيږوي

خوست، د هيواد په سويل ختيځ کې د زون او بيا د هيواد د ډېرو ولايتونو په پرتله، امنيت لروونکی او د بيارغونې په برخه کې پرمختللی ولايت دی.
د خوست ولايت د پرمختګ لپاره مضر خنډ قومي شخړې او د ځمکو غصب دی. له کالونو راهيسې په خوست ولايت خپل منځي فردي دښمنۍ، شخړې، انتقام، وژنه او بيا په لويه کې همدغه ستونزې د قومونو ترمنځ شتون لري چې، د خوست د سولې او امن رنګ يې پيکه کړی دی.
يادې ستونزې او ناخوالې تر ډېره د ځمکو او جايدادونو په سر دي. خوست کې په ډېر شمېر ځمکه د زرواکو له خوا غصب شوي او يا هم په هغه وختونو کې چې مرکزي قوي حکومتونو شتون نه درلود، د عامو وګړو له خوا حکومتي او يا هم د نورو خلکو ځمکې غصب شوي دي.
ولايتي حکومت د ولسوالي لپاره په املاکو کې يا څرګند سندونه نه لري تر څو د ځمکو په سر د قومونو ستونزې حل او فصل کړي. او يا خو د حکومت دننه په همدې برخه کې غصب کوونکي او په فساد ککړ چارواکي شتون لري، غواړې چې څرګندې او مالومې ځمکې پټې او تر غصب لاندې وساتي.
نن (دويم ورځ/د تلې ۹) له پلازمينې کابل څخه خوست ولايت يو کميسيون استول شوي، ترڅو د قومونو ترمنځ شته ستونزو ته حل لار پيدا کړي.
د راپورنو پر بنسټ دغه کميسيون به، په خوست کې يو بل کيمسيون تشکيل کړي چې شمېر به يې کابو ۸۴ کسانو ته رسيږي. چې د خوست، پکتيا، پکتيکا، لوګر او وردګو قومي مشران به پکې برخه ولري. ياد کميسیونونه به د حکومت له بودجې او د ولس څخه د مالې يې په اخېستلو شويو پیسو ورځې ورځې او يا هم تر اونيو پوري ناستې او بنډارونه لري.
خوست ولايت د امن څخه برخمن دی. قضايي ادارې، محکمه، څارنوالي، پوليس او فعال ملي امنيت لري. او ښه حکومتوالي په کې شتون لري.
نو لا دې هرڅه سره، بيا نورو کميسيونو ته اړتيا په څه کې ده؟
قضايي ادارې په هر حکومت کې د ستونزو د هواري او حق، حق ته د سپارلو لپاره رامنځ ته کیږي. نو بيا ولې حکومت په لوی لاس موضوع لا پسې پېچلي او سختوي؟
که چېرې قضايي ادارې چې په دې برخه هم مسوليت لري او هم مسلکيتوب، نشي کولای چې ستونزه حل کړي، نو بيا له ورته کميسينونو څومره هیله کولای شو؟
له مرکزي حکومت هيله کيږي چې، د کميسينونو پر ځای دې په خوست کې په سيميز حکومت فشار راوړي تر څو په ورته مسايلو کې په جديت، عدالت او شفافيت سره کار وکړي. او که چېرې، ستونزه د سيميز حکومت له قانوني صلاحيتونو وراېخوا وي، نو بیا دې په مرکز کابل کې په اړوند ادارو کې د موضوع حل تر سره شئ. تر څو په لنډ وخت کې هم حق، حق لروونکي ته ورسيږي او هم حکومت له ډېرو پیسو او وخت له ضایع کېدو سره نه وي مخامخ شوي. خوست ولايت د خلکو په ځانګړو پانګو پرمختګ کړی، او د زده کړو په برخه کې د دولتي ښوونځيو او پوهنتونو سره يو ځای لسګونه خصوصي ښوونځي او پوهنتونه هم پکې روان دي.
د پورته برياوو او پرمختګونو پر وړاندې خنډونه، فردي او قومي شخړې، بې مسوليته وسلوال او د ځمکو غصب کوونکي دي. سيميز او مرکزي حکومتونه يې بايد په اړه متوجې او په ريښتنې او عملي کړنو، چې يادې ستونزې حل کړي لاس په کار شئ.