
د ایران تر ملاتړ لاندې په لبنان کې د شیعه حزب الله ډلې مشر حسن نصر الله ویلي دي چې د کردانو ټولپوښتنه د منځني ختیځ د ټوټې ټوټې کیدلو په مانا ده او د سیمې د ویشلو په لور لومړی ګام دی.
نوموړي په بیروت کې ویلي دي چې دا ټولپوښتنه به په سیمه کې د کورنیو جګړو پیلامه شي او د منځني ختیځ د ویشلو لپاره به ور پرانیزي.
د عراق کردانو څو ورځې مخکې د خپلواکۍ لپاره ټولپوښتنه تر سره کړه چې غوڅ اکثریت یې مثبته رایه ورکړه خو د ګاونډیو او نړیوالو له غبرګونونو سره مخ شوه.