ټېلرسن: د امریکا او شمالي کوریا تر منځ مخامخ اړیکي شته

د امریکا بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن ویلي، امریکا او شمالي کوریا له یوه بل سره مخامخ اړیکه کې دي او امریکا د احتمالي خبرو لپاره لارې چارې لټوي.
بیجینګ کې د چین له ولسمشر شي ژنپینګ سره له خبرو وروسته نوموړي وویل، د واشنګټن او پیونګیانګ تر منځ د خبرو سرچینې شته او له هغو نه د دې لپاره کار اخیستل کېږي، چې معلومه شي، دوی خبرو ته چمتو دي او که نه.
چین د شمالي کوریا مهم پلوی هېواد دی.
 ملګرو ملتونو پر شمالي کوریا بندیزونه لګولي، خو بیا هم چین غواړي د امریکا او شمالي کوریا تر منځ خبرې وشي.
بل خوا د امریکایانو دریځ دا دی، چې د شمالي کوریا اتومي پروګرام کابو کولو کیلي د چین لاس کې ده.
چین ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له سفره وروسته ټاکل شوې ده، چې نومبر کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ چین ته سفر وکړي.