
دسيدبديع الزمان(هاشمي)
ليکنه
دهسک پرڅنډو تورې وريځې ورو،ورو په سپينيدو وې ،دهواسړې او توندې څپې کرار کرار نرميدې اودباران ميده ميده څاڅکي دځمکې پر مخ په مزه مزه وريدل ، لږه شيبه وروسته په هواکې دواورې سپينې پاغوندې لکه دسپينواوپستو مالوچو تر سترګو شوې ، دټولو سترګې دهسک په لوري کږې وې . دواورو سپينو پاغوندو،يوه په زړه پورې منظره اوننداره جوړه کړې وه ، کوچنيان به کله ناکله له تودو کوټوپه منډه بهر انګړ ته راووتل او دپستو اوسپينو واورو به يې خپلې وړې منګولې راډکې کړې.
لږه شيبه وروسته ټوله سيمه سپين بمبل شو،غرونه رغونه سپينو واورو په خپله پسته غيږکې راونغښتل ، ټوله سيمه داسې سپينه پړکيده چې په ليدو يې سترګې بريښيدې. دټولو کليوالو پرشونډو دخوښۍ موسکا خوره وه ، سپينه واوره يې دابادۍ نښه ګڼله ، دتيرې څوکلنې اوږدې وچکالۍ وروسته دالومړى ځل وچې زمونږ په سيمه واوره وريده ، ټولوکليوالو داګڼله چې ددوى هغه سوالونه اوزارۍ چې دهر فرض لمانځه وروسته به ملا اومقتديانو په يوه خوله (يا الله! دخير اورحمت باران وکړې) دالله تعالى په دربار کې قبولې شوې وې.
سيدبديع الزمان(هاشمي)
S_baduzaman2000@yahoo.com
Ph.. 07o7o30016