روسیې د شمالي کوریا کړکیچ د حل په موخه تیاری ښودلی دی

روسیه وایي اماده چې شمالي کوریا اټومي او تسلیحاتي کړکیچ د سوله ییز حل په موخه خبرې اترې پیل کړي.
یاده خبره د روسیې بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې وروسته له هغې کړې ده چې د یاد هیواد سفیر اویک بور مستروف او د شمالي کوریا بهرنیو چارو وزارت د شمالي امریکا چارو مسوول چوسون هوی تر مینځ لیده کاته تر سره شول.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي د شمالي کوریا کړکیچ د نړۍ لپاره خطرناک بللی و.