شمالي کوریا ۳ نور بالستيک توغندي وآزمویل

په اتلانیتک (آرامه) سمندر کې د امریکا د پوځي برخې قومانداني وايي، چې شمالي کوریا تیره ورځ جمعه، ۳ نور توغندي هم وازمویل، چې یو يې په اوبو او دوه يې په هوا کې چاودنې کړي.
د یادونې ده، چې له دې آزموينې سره په سږ کال شمالي کوریا ۱۲ توغندي وآزمويل او ښکاري، چې د امریکا پارونکي اقدامات منفي پايله لري او شمالي کوریا لا زیاتو آزموينو ته هڅوي.