
د امریکا متحدو ایالاتو بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې د عراق کردانو له خوا د خپلواکۍ په اړه تر سره شوې ټولپوښتنه رد کړې ده او ویل شوي دي چې د امریکا دولت یاده ټولپوښتنه په رسمیت نه پیژني.
په یاده اعلامیه کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر رکس ټیلرسن له خولې ویل شوي دي چې د کردانو له خوا تر سره شوې ټولپوښتنه غیر مشروع ده.
په بیان کې راځي چې امریکا د یوه متحد، ډیموکراټیک، فدرال او پرمختللي عراق ملاتړ کوي.
همداراز په اعلامیه کې د عراق له ګاونډیو غوښتنه شوې ده چې د ځینو کړیو له خوا یو جانبه کارونه دې رد کړي او پر وړاندې دې یې دې ودریږي.
د عراق په کردستان کې کردانو د خپلواکۍ په اړه په غوڅ اکثریت تر سره شوې ټولپوښتنې ته رایه ورکړه.