مسکو وایي د روسیې او شمالي کوریا ډیپلوماټان نن د کوریا کړکیچ په هکله خبرې اترې کوي

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې نن به د روسیې او شمالي کوریا د ډیپلوماټانو تر مینځ د شمالي کوریا د بحران او شمالي اسیا د امنیت په هکله د نظر تبادله وشي.
د یادې ادرې ویاندې ماریا زخارووا ویلي دي چې روسی لوړپوړی ډیپلوماټ الیو برمستروف به د شمالي کوریا بهرنیو چارو وزارت د شمالي امریکا څانګې له مشر سره خبرې اترې وکړي.
نوموړې ویلي دي چې پوره جزییات به لیدنې او خبرو اترو څخه وروسته وړاندې شي او په دې هکله به د روسیې بهرنیو چارو وزرات یو بیان هم خپور کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د شمالي کوریا بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې پر امریکا تور پورې کړی و چې امریکا یې پر وړاندې د جګړې اعلان کړی دی خو دا ادعا سپینې ماڼۍ رد کړې وه.