
پاکستان کې د بشري حقونو کمیسیون ویلي دي چې په یاد هیواد کې دې د پاک- ترک ښوونځیو پخوانی مشر ژر تر ژره خوشی شي.
د یاد کمیسیون په خبر پاڼه کې راغلي دي چې نوموړی له خپلو دوو لوڼو سره د یو شمېر وسله والو له خوا په لاهور کې وتښتول شو.
نوموړي په پاکستان کې د ملګرو ملتونو کډوالۍ په اسنادو ژوند کاوه او د بشرحقونو کمیسیون له پاکستانه څخه غوښتنه کړې ده تر څو ترکیې ته د ده د لیږد مخنیوی وشي ځکه امکان شته چې نوموړی هلته بندي او تعذیب کړل شي.
د بشر حقونو نړیواله اداره پر ترکي دولت تور لګوي چې سیاسي مخالفین تعذیبوي.