
د پولیسو نړيوال سازمان (انټرپول)، د چين په پلازمېنه پېکن کې، د خپلې عمومي سرمشريزې په غونډه کې، فلسطین د نوي غړي په توګه ومنلو.
دغه غونډه دوه ورځې وړاندې د چين د جمهور رييس «شي جین پېنګ» په پيغام سره پیل او نن جمعه پای ته ورسيده.
د فلسطین د غړيتوب لپاره باید ۲ له ۳ برخو مثبته رایه ورکړې وای، خو رايې له ۷۵ سلنې هم پورته وې.
که څه هم اسرائیلو له يوه کال راهیسې هڅه کوله، چې مخنیوی يې وکړي، خو بیا هم و نه توانیده.
د چين د خبري رسنيو د رېپوټونو له مخې، په دغه غونډه کې ۱۸۰ هېوادنو شرکت کړی و. پخوا د دې سازمان ټول غړي ۱۹۰ وو خو د فلسطین او سلیمانیه ټاپوګانو په زیاتیدو سره یې شمېر ۱۹۲ ته ورسيد.