
د اماراتو يوې الوتکې تيره ورځ تازه الوتنه پيل کړې وه، چې پيلوټ يې د جسماني ستونزې له امله په هوا کې ومړ.
د دغه الوتکې کوپيلوټ په دې وتوانیده، چې الوتکه کويټ ته ورسوي او په آرامۍ سره ناسته وکړي او چا ته هيڅ ډول زیان و نه رسید.
د کويټ نړيوال هوايي ډګر مسوولینو ته هم په دې اړه خبر ورکړل شوی و او دوی لازم تدابیر نیولي وو.