د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي نوی غږيز پيغام خپور شو

د سي ان ان د خبر پر بنسټ، د ۱۱- مياشتني ځنډ ورسته د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي نوی غږيز پيغام خپور شوی دی. نوموړي په ياد پيغام د امريکا متحده ايالاتو حکومت په تمسخر ياد کړی او په خپلو جنګياليو يې د سورې د رژيم پر وړاندې د صف کېدو او ټولېدو غږ کړی. دغه غږيز پیغام نوی ښکاري چې، دامريکا او جاپان پر وړاندې د شمالي کوريا د اټومي کواښ ياودنه پکې شوي او همدارنګه د ترکيې، روسې او ايران هڅې يادې شوي ترڅو په سوريه کې د سولې خبرې پرمخ يوسي او اوربند وکړي.
د امريکا متحده ايالاتو د ملي امنيت يو چارواکي سي ان ان ته ويلي "مونږ له دغه غږيز پيغام چې ادعاء کيږي د ابوبکر البغدادي دی، خبر يو. هڅې مو روانې ترڅو دهغې په اړه لا پلټنې وکړ."
د داعش ډلې مشر په نړۍ د روانو حالتو او خپلو فعاليتونو، ۱۱- مياشتنۍ چوپتيا په دغه غږيز پيغام چې ابوبکر البغدادي ته يې منسوب کوي ماته کړه.