ترکیه وایي د خامو تېلو په اړه به یوازې د عراق له مرکزي دولت سره معامله کوي

د ترکیې دولت وایي چې د خامو تیلو د وارداتو په اړه به یوازې د عراق له مرکزي دولت سره معامله کوي.
عراقي رسنیو خبر خپور کړی دی چې د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم د عراق له لومړي وزیر حیدر العبادي سره پر ټیلیفون خبرې کړي دي او ورته ویلي یې دي چې د کردانو د ټولپوښتنې په اړه د عراق د مرکزي دولت د هر ډول پریکړې ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د عراق لومړي وزیر العبادي غوښتنه کړې ده چې یاده ټولپوښتنه باید ژر تر ژره لغوه شي او د اساسي قانون له مخې د عراق قوانین د کردستان په ټولو برخو د تطبیق وړ دي.