
چين په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره داسې بې پيلوټه الوتکه جوړوي، چې په وچه او اوبو کې به هم کارول کیږي.
د دغه الوتکې جوړونکي شرکت ويلي، چې دغه الوتکه به د بار وړلو او همداراز په سمندر کې د اوبتلونو د ځای د مالومولو په موخه کارول کيږي.
دغه بې پيلوټه الوتکه «يو ۶۵۰» نوميږي، چې په روان زېږديز کال کې به يې پراخ تولید پيل شي.
دغه الوتکه يو ځل دوه کاله مخکې په ۲۰۱۵ کال کې هم په آزمايښتي ډول جوړه شوې وه. د دغه الوتکې اوږدوالی ۶ متره دی او کولی شي، تر ۲ زرو پورې واټن په ۱۵ ساعتونو کې ووهي، چې چټکتیا يې ۱۸۰ کيلومترو ته په ساعت کې رسيږي.
ټاکل شوې، چې دغه ډول الوتکې به د هغو ټاپوګانو تر منځ د پوستي خدماتو لپاره وکارول شي، چې د موټرو د زیاتو ګڼې ګوڼې له امله يې کارونه پڅ دي، خو د دې وړتیا هم لري چې توغندي انتقال کړي او د پوځي موخو لپاره وکارول شي.