د کوردستان د ټولپوښتنې پايله: ۹۲ ٪  خلکو له عراق نه د خپلواکۍ لپاره رايې ورکړي

د عراق په کوردستان کې د ټاکنو عالي کمیشنرۍ د لومړنیو پايلو په اعلان سره ويلي، چې ۹۲ ٪  خلکو له عراق نه د خپلواکۍ لپاره رايې ورکړي او يوازې ۷ سلنې يې مخالفت کړی.
د کوردستان دننه او بهر د ګډونوالو شمېر ۴،۵ ميلیونه ښودل شوی دی.
 

 
دغه ټولپوښتنې د عراق د دولت او کوردستان تر منځ اړيکې ترینګلي کړي او د عراق پارلمان په خپله غونډه کې د کوردستان د مشر مسعود بارزاني د محاکمې غوښتنه کړې.
پارلمان همداراز د عراق لومړي وزير حیدر العبادي ته واک ورکړی، چې کوردستان ته ځواکونو واستوي.
د کوردانو مشران بیا وايي، چې تر دغې ټولپوښتنې وروسته د دې وخت رسیدلي، چې د عراق دولت او ګاونډيو هېوادنو سره د کوردستان د خپلواکۍ په هکله خبرې پيل شي.
د ترکيې ولسشمر رجب طیب اردوګان بیا په دې هکله سخت غبرګون ښودلی او ويلي، چې دوی نه غواړي په خپل سرحد کې يو ترهګر هېواد ولري.