د عراقي کردانو له خوا تر ټولپوښتنې یوه ورځ وروسته، ترکیې او عراق سیمې ته نزدې پوځي تمرینات پیل کړي دي.
د عراق لومړي وزیر حیدر العابدي، د سه شنبې په ورځ د کوردستان د خودمختارې سیمې مشرانو ته یو ضرب الاجل وټاکه، او له هغوی یې وغوښتل چې خپل دوه هوایي ډګرونه د مرکزي حکومت تر کنترول لاندې راولي او که نه نو د جمعې په ورځ له جګړې سره مخامخ شي.
تر اوسه پوري لا د ټولپوښتنې وروستۍ او رسمي پایلې نه دي اعلان شوي خو د کوردانو مشر مسعود برزاني، د سه شنبې په ورځ وویل چې اکثریت د کوردستان د خپلواکۍ په حق کې رایې ورکړي دي.
د دغې ټولپوښتنې د پایلو عملي کیدل له قانوني پلوه الزامي نه دي.
وروستي