
د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز د يوه حکم په ورکولو سره، مېرمنو ته اجازه ورکړې، چې د موټر چلولو لایسنسونه واخلي.
د سعودې له دغې کړنې نه د امريکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ هم هرکلی کړی.
د يادونې ده، چې په سعودې کې مېرمنې له ډيرې مودې راهیسې هڅې روانې کړې وې، چې د موټر چلولو حق تر لاسه کړي او د غبرګون په توګه به يې موټر هم چلول، چې د پولیسو لخوا به نيول کيدلې او ناندرۍ به رامنځته کيدلې.