هند؛ افغانستان ته پوځيان نه استوي

ویل شوي، چې هندي چارواکو ویلي داسې هېڅ احتمال نه شته، چې هندي پوځیان به افغانستان ته واستول شي.
د امریکا د دفاع له وزیر جېمس ماټیس سره له لیدنې وروسته ګډې خبرې غونډې ته وینا کې د هند دفاع وزیرې نیرمالا سیټهارامن ویل؛ هیڅ یو هندی پوځي به پر افغان خاوره پل نه ږدي.
 مېرمن نرمالا ویلي، د پوځیانو استولو احتمال نه شته، البته په خبره یې، هېواد به یې په پرمختیايي او طبي چارو کې له کابل سره خپلې مرستې روانې ساتي.
دې وویل هند نه غواړي د افغانستان جګړه کې ښکېل شي.
له دې مخکې داسې ګنګوسې وې، چې ګواکې هند په افغانستان کې د خپل شتون ډېروالي لپاره دغه هېواد ته پوځیان استوي.