د کردانو د ټولپوښتنې په اړه ترکیې، عراق او ایران عکس العمل ښودلی

ویل شوي، چې د عراق په شمال کې د خپلواکۍ لپاره د کردانو د ترسره کړې ټولپوښتنې په وړاندې ترکیې، ایران او د بغداد حکومت سخت عکس العلمونه ښودلي دي.
د ترکیې ولسمشر خبرداری ورکړی چې له کردستان سره پوله به وتړي او پرکردانو به داسې حالت راولي چې له لوږې ومري.
د ترکیې ولسمشر د عراق د کردستان د خودمختاره سیمه ییزې ادارې مشر د دغې ټولپوښتنې یا ریفرانډم د ترسره کولو لپاره په خیانت تورن کړ.
رجب طیب اردوغان د عراق کردانو ته خبرداری ورکړ چې کله ترکیه خپلې په خوراکۍ موادو بارلارۍ بندې کړي چې له پولې تېرې شي، کردان به له قحطۍ سره مخامخ شي او زیاته یې کړه چې د اقتصادي او پوځي اقداماتو په ګډون ټول انتخابونه د ده د مېز پر سر دي.
د عراق صدراعظم حیدر العبادي پرون ناوخته ویلي چې موږ نه خبرو کولو ته چمتو یو او نه هم غواړو چې د دغې ټولپوښتنې د نتیجې په اړه د کردستان له مشرانو سره خبرې وکړو ځکه دغه ټولپوښتنه د عراق د اساسي قانون خلاف وه.
دا په داسې حال کې ده، چې په نیویارک کې د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترس هم د دغې ټولپوښتنې د احتمالي ورانونکي ځواک په اړه اندېښنه ښکاره کړه.