
په آرام سمندر کې په استراليا پورې اړوند د پاپيونيوګېنې د مانوس له کمپ څخه امريکا ته د مهاجرو د ليږد بهير پيل شو. استراليا د دغو مهاجرو د ليږد پر سر د پخواني ولسمشر باراک اوباما سره هوکړې ته رسيدلي ول.
د پاپوآ ګينه په پلازمينه پورت مورسبي کې د امريکا سفارت د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي، چې د مانوس له ټاپو څخه ۲۴ تنه مهاجر د دوشنبې په ورځ په يوې طياره کې امريکا متحدو ايالتونو ته وليږدول شول.
د رپوټونو پر اساس دغه افراد د امريکا يوې نامعلومې سيمې ته ليږدول شوي دي.
خو رويټرز خبري آژانس په يو تازه رپوټ کې د چارواکو په حواله ويلي دي چې، دغه ديرش تنه به د سه شنبې په ورځ (سپتمبر ۲۶مه ۲۰۱۷) په يوه پرواز کې امريکا ته واستول شي.
په دغه رپوټ کې دغه راز ويل شوي دي چې په لومړي پرواز کې ۲۲ تنه ليږدول شوي افراد چې ټول يې نارينه دي، د بنګله ديش، سوډان او ميانمار روهنګيا مسلمانان دي.
د استراليا صدراعظم ماکولم ترنبل د امريکا متحدو ايالتونو له پخواني ولسمشر بارک اوباما سره د دغو مهاجر پر سر يوې هوکړې ته ورسيد چې له مخې يې امريکا دې ته حاضره شوه چې د دغو مهاجرو يو نامعلوم شمير يې امريکا ته وغواړي. خو نوي ولسمشر دونالد ترمپ پر دغې هوکړې خپله ناخوښي ښکاره کړې او هغه يې يو «ګونګ تړون» ګڼلې ده.