متېس له هند سره د جنګي جټ الوتکو د پلورلو په اړه خبرې کوي

تمه ده چې د امریکا د دفاع وزیر به په دې سفر کې له هندي چارواکو سره په لیدنو کتنو کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت سربېره د پوځي تکنالوژۍ او احتمالا له هند سره د جنګي جټ الوتکو د پلورلو پرمسایلو خبرې وکړي.
جیمز متېس چې نوي ډیلي ته رسېدلی نن یې په نوي ډیلي کې د امریکا په سفارت کې له کارکونکو سره ولیدل او وروسته به د هند له صدراعظم نریندرا مودي، د ملي امنیت له سلاکار اجیت دوال او له خپلې سیالي د هند له نوې دفاع وزیرې نیرمالا سیتا رامان سره خبرې وکړي.
د یادونې وړده چې هند تراوسه له افغانستان سره درې میلیارډ ډالره مرسته کړي ده.
جمیز متېس به په دې سفر کې د افغانستان پر مسئلي سر بېره پر هند د جنګي جټ الوتکو د پلورلو پر معاملې او دغه راز د پوځي تکنالوژۍ په اړه خبرې وکړي.