پاکستان مخکینی صدراعظم نواز شریف پر ځان د لګېدلو فساد تورونو ته د ځواب ورکولو لپاره په لومړي ځل په اسلام اباد کې احتساب محکمې ته وړاندې شو.
شریف چې له تېرې څه مودې راهیسې د مېرمن کلثوم نواز د درملنې لپاره لندن کې و، تېره ورځ پاکستان ته له رارسېدو سره سم د خپل ګوند له جګپوړو غړیو سره تر سلا مشورو وروسته احتساب محکمې ته د وړاندې کېدو پریکړه وکړه.
ښاغلی شریف د سې شنبې په ورځ سهار دغې محکمې ته په داسې وخت کې وړاندې شو چې د خپل ګوند مسلم لیګ "ن" ګڼ شمېر جګپوړي غړي او لسګونه پلویان هم ورسره ورسره وو.
د یادونې وړ ده چې احتساب محکمې ته د نواز شریف د وړاندې کېدو پر مهال سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو.
وروستي