عراق کردستان له ټولپوښتونې وروسته په کرکوک کې پر تګ راتګ بندیز لګولی

په کردستان کې له پرونۍ ټولپوښتنې وروسته د کرکوک سیمه ییزو چارواکو پر تګ راتګ بندیز لګولی دی.
د ټولپوښتنې کمیسیون خبر ورکړی دی چې په نوموړې ټولپوښتنه کې په شرایطو برابرو ۷۷سلنه وګړو ګډون کړی و.
له بلې خوا ترکیې د یادې ټولپوښتنې په غبرګون کې ویلي دي  چې د کردستان په له پولو سره نېږدې به د ترکیې په خاوره کې له عراقي ځواکونو سره یو ځای پوځي تمرینونه تر سره کړي.
همدارنګه ایران ویلي دي چې له کردستان سره به خپلې پولې وتړي.