د افغانستان په اړه تماس ډلې هیوادونه په روسیه کې غونډه جوړوي

د روسیې بهرنیو چارو وزیر ویلي دی چې مسکو به د راتلونکي اکتوبر به ۱۱مه د افغانستان په اړه تماس ډلې د غونډې کوربه وي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبر پاڼه کې ویلي دي چې د تماس ډله به د افغانستان په اړه خپلې هلې ځلې بیا هم پیل کړي.
لاروف ویلي دي چې روسیه د افغانستان شخړې پایته رسیدو او د افغانستان په مشرۍ د سولې خبرو اترو ملاتړې ده.
د تماس ډله د شانګهای همکاریو سازمان تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي چې څه باندې پنځوس هیوادونه یې غړیتوب لري.