
د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي دي چې دوی د شمالي کوریا پر وړاندې د جګړې اعلان ندی کړی.
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر وروسته له هغې چې امریکا شمالي کوریا ته نېږدې بم غورځوونکي الوتکې په نمایشي ډول پورته کړې په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې امریکا د شمالي کوریا پر وړاندې د جګړې اعلان کړی دی او حق لري چې له ځانه دفاع وکړي او د امریکا الوتکې لېرې وغورځوي.
د سپینې ماڼۍ ویاند د نوموړي له څرګندونو وروسته دا خبره رد کړه او ویې ویل چې د یاد وزیر نوموړې ادعا ناسمه ده.