
خـدایه دې دنیا کې نور ژړا را څخه هیره شــــوه
ستا را کړي درد کې نور خندا راڅخه هیره شوه
څنــــګه امتـحان د صـــبر اخلي لویه خـــــــــــــدایه ته
زړه مې سخت زخمي دی ستا ثنــا راڅخه هیـــره شوه
لاس مې پـــورته کــړي ستا په در کې په زاري یـــمه
خــــوله زه ښورومه ســـتا دعـــــا را څخه هــیره شوه
ځـوان یم ستا دیدن پسې دسترګو ځــــــــیرمې کم شولو
هر څـــه راته بـــــد ښکاري ښکلا راڅخه هیره شــوه