په دې ښار کې مینه کفر نه ده څه ده؟


دغه ځوان عبدالباقی نومیږی او د پاکستان د بلوچستان دصوبې او سیدونکی او په ټبر پښتون دی. له عبدالباقى خان څخه هغه وخت خپل پلار او ورورڼو سترګې په چاړو وایستلي او په دواړو سترګو یې ړوند کړ چې غوښتليې پخپله خوښه (مینه) واده وکړى. د نړۍ له ټولو پرمختګونو سره سره پدې عصر کې بیا هم په پښتون قوم ظلم او وحشت ښه په نره راج چلوی خو که خبره د خلکو په منځ کې د مینې، سولې او امنیت شوه او داسې څوک پیدا شول چې د مینې او خپل حق غوښتلو لپاره یې غږ پورته کړ، نو بیا به یې سرنوشت د عبدالباقی په شان وی یا به یې سترګې اوباسي او یا به یې د مرګ کندې ته غورځوی ځکه دا په پښتون ټبر کې ننګ اوغیرت دی.

دا ظلم نه يوازې د پاکستان په پښتنو کې دی، بلکه د افغانستان پښتانه تردې هم ډیر ظالمان دي او ددې ظلم لړۍ بيا له کليو او بانډو د ښار ترلوستو او نکتایي پوشو پورې غزیدلې ده چې د کلیو تر نالوستو پښتنو مو د ښار لوستي ډیر ظالمان اوبدبخت دي.

په پښتنو سیمو، باڼدو او حتا ښارونو کې ځوانان (هلک او انجلۍ) د خپل ژوند د شريک د ټاکلو حق نلرى، ژوند به د دوي وي خو د ژوندفیصلې به د دوي پلار مور او نور مشرانکوي، داسې هم واقع کیږي او واقع شوي دي چې هلک او انجلۍ لا خبر نه وي خو کورنې یې د کډ ژوند فیصله کړې وی، دوي بیا مجبور دي چې د کورنې دې غوښتنې ته لبیک ووایي او دا قربانې قبوله کړېدا چې په راتلونکي کې د دوي ژوند ښه او له خوښيو ډک یا خراب له درد، غم او اوښکو سره مل وي نو دوي مجبور دي چې د ژوند تر پای یو بل وزغمي ځکه هغه دې خلکو خبره خدای ورته پیښه کړې ده.

په اسلامي هیوادونو کې ددې تریخ حقیقت او ظلم پای یوازینې لاره طلاق دی، خو طلاق ورکول او یا غوښتل زمونږ په ټولنه کې ننګ اوغيرت دی که هلک یا انجلۍ د مجبوریتونو په اساس دا فیصله وکړي نو خلک ورته نه یوازې په کلیو او باڼدو کې بلکه په ښار کې هم ښه نظرنه لری او په ځانګړی ډول هغه انجلۍ ته چې طلاق ورکړل شوی وی، خلک یې په بدلمنې او نورو ډيرو تورونو، تور وي.

د طلاق ډيری پېښې د (جبري ودونو، په ټيټ سن کې د انجلۍ ودول، د لوړ ولوراو تویانې اخیستل، د هلک او انجلۍ په کډ ژوند کې د دواړو لورو د کورنیو بې ځایه لاسوهنې، د مقابل لوری نه درک ، متعاد هلک ته د انجلې ودول، او په بهرنیویو هیوادونو کې د ښه ژوند په هیله هغه هلک ته د انجلۍ ودول چې د انجلۍ کورنې یې په اړه هیڅ معلومات اوپیژندګلوي نه لری او همدارنګه د هلک او انجلې د را تلونکي ژوند په اړه د دوي د نظر اوغوښتنو خلاف د کورنې پخپل سرې فیصلې دي) چې په طلاق ختمیږي.

طلاق هغه پدیده ده چې زمونږ په ټولنه کې هیڅ ځوان ورته زړه نه ښه کوی ځکه دا ورته بیا بې غیرتې ښکاري خو دا بیا ورته ارزښت نه لری چې نه یوازی یې خپل ژوند د کړاونو ده ډک دوزخ کرځولی دی بیلکې د یو بل انسان ژوند هم ورسره تر زهرو تریخ کړی دی.
که چيرې يوځوان (هلک يا انجلۍ) خپل وړ انسان پيدا کړی اوغواړی ورسره ژوند شريک کړی، نو لومړى د خپلې کورنې سره ددې غوښتنې شریکول ډیر سخت کار دی،خو که بیا یې هم دا سپین سترکي وکړه او دا خبره یې له کورنۍ سره شریکه کړه او کورنې یې ورسره هم دا غوښتنهقبوله کړه بیا د مقابل لوري (انجلې) کورنۍ ته قناعت ورکول او هغه سره د دوستۍ(خيښۍ) کول آسانه خبر نده، که دا رشته له خپلوانو لیرې وی نو دومره ستونزمنه خبره نده یا به درته د هو یا رد ځواب درکړی خو که دا رشته په خپلوانو کې وی نو ددې په ځای چې درته ښه را غلاست ووايي او د راتګ موخه و پوښتې لومړي به درته ګيلي شروع کړى چې ولې زما د مريض پو ښتنې ته رانغلي ولې زما د لمسې مبارکې ته را نغلي ولې دا ولې هغه ....

وروره/ خورې! زه دپه کور کې لا ناست نه یم او تا را ګیلې کړې، زه درته د دوستۍ لپاره راغلی يم نو که زما کورنې او زما زوی ستا د کورنې وړ وی او ددو ځوانانو ښيګنه غواړي نو دا لا څه خبرې دي په ۲۱ پیړې کې لوستی انسان چې په ښار کې هم ژوند کوی او ځان ته متمدن وایی خو له خولې د داسې خبرې راوزي چې ته به وایي بلا د په سر شه له دېتمدن سره چې ته یې لری، ستا کړنې له یو نالوستي هم ټيتې او لویدلي دي.

ته به ورته د قدرپه موخه ددوستۍ لاس اوږد کړی خو له هغو به ځان دومره ورک شى چې ته به وايیآسمان دده په سر ولاړ دى.زړه به د له دوستۍ( خيښۍ) نه تور کړی ښه به یې دوستۍ ته درسره زړه وی خو داسې فرامايشونه او غوښتنې به درته مخ ته ایږدي چې ته به وايي هلک ته لور نه ورکوي له هغه غلام جوړ وى دا به کوى هغه به کوى ( کابل په ښار کې به ورته کور اخلى، موتر باید ولري له ۴ تر ۵سوه زرو افغانیو به ولور را کوي، طلا اخیستل، شیرینخوري او واده به د ښار ترټولو په مجلل هوټل کې ورکوی همدارنګهانجلې ته به له ۱۰ – ۱۵ زرو ډالرو مهر ورکوی او داغوښتنې پوره کول د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د یو ځوان لپاره چې ښه دنده هم ولري ناممکن او له ډيرو ستونزو لاس او ګریوان کیدل دي.

همدغه غوښتنې او بې ځایه مصارف بیا ددې سبب ګرځي چې هلک خپله میرمن لا کورته نه وي را رسولې په دروازه کې قرضداران ورته قطار ولاړ وي او د یاد ځوانانو به د ګډ ژوند لا اونۍ نه وي پوره شوې بیا د قرض د پرې کولو لپاره هلک په کالونو کالونو په پیسو ګټلو پسې به په هیواد او یا له هیواد بهر ورک وی او هغه درانده او سخت کارونو ته به اوږه ورکوي چې په ډيرو حالتو کې یې د ژوند په قیمت هم تمامیدلی شی او د ژوند ترټولو سختې او ترخې ورځې اوشپې به په وږه او تږه تیروې ترڅو د خسرګنې سیالې او هيلې او پوره کړي وي.
 
"زه په تيرو څو مياشتو کې د افغانستان د يوې لوستې پښتنې پيغلې د ژوند شاهد يم چې لومړى يې پلار ددې په خاطر ورته د ګډ ژوند پیلولو اجازه نه ورکوله ترڅو چې وروڼه یې په ودونو شي او د نوموړې پیغلې په میاشتني معاش د ناروغ پلار د دارو او د کور ورځني لکښتونه پرې کړي خو کله چې پلار زامنو ته ودونو و کړل او را په کور یې کړل له ډیرو ستونزو ورسته یې پیغلې ته د ګډ ژوند اجازه ورکړه نو همدغه لوستې پیغله چې د ماسترۍ تر کچې یې زده کړې هم کړې وې پلار پداسې چا چې د ژوند دشریکولو یې ورسره هیڅ خوښه نه په جبر واده کړه او بیا بې په هغه ځوان د ولور، طلا او په هوټل کې د شیرنخوري او د واده د مصارفو په ګډون خپله لور د۲۰- ۲۵ لکو افغانى ولورپه بدل کې وپلورله اوددې ترڅنګ یې په هغه ځوان دومره شرطونه کيښودل چى د ژوند تر پایه به یې له ياده ونه وزي."

کورد په کړکه چرګه بار شه ؛ دومره ظلم څوک کوی چې تا د خپلې لور د ژوند سره وکړ همدارنګه که له بل لوري د اسلام او قران له نظره وکورو نو د انسان پلورل خو نه په اسلام کې شته او نه په قران کې په ددې ظلم په اړه څه راغلي دي. نو هغه عمل چې ته او تا په شان نور انسانان یې ترسره کوي ورته کوم نوم ورکړو او دا په کوم قانون او کتاب کې جواز لري.

پردې برسیره د انجلۍ پلار به په خپله مطلق بیسواد وي خو د خپلې لور لپاره به ليسانس، ماستر هلک چې ښه دنده، معاش ، کور او موتر ولري غواړي او نور .... خو یو ځل به دا نه وايي چې ما پخپله لور څومره زده کړې کړي ديآيا زما لور دومره لوړې زده کړې لريچې زه یې د هلک نه غوښتنه لرم.

له بلخوا که له یو لوري په کليو او بانډو کې دولت د مخالفینو د ظلم او ستم له لاسه د انجونو مکتبونه تړلي ديله بل لوري پښتانه د ننګ او غیرت په نوم خپلې لوڼې ښونځیو او پوهنتونو ته د لوړو زده کړو لپاره نه استوي او خدای ورکړی هغه حق مو هم ترینه اخیستی دی چې وايي د علم زده کړه په نارینه او ښځینه فرض ده.

د انجونو او میرمنو لپاره لوړې زده کړي نه یوازې ددې سبب ګرځي چې پخپل ځان بسیا شی او د خپل ژوند شریک سره د ژوند په چارو کې اوږه ورکړي بلکې په ګډ ژوند کې لازمې او ضروري دي اود لادونو په تعليم، تربيه، روزنه ، حفظ الصحه او د خپل مقابل لوري په درک کولو کې پوره رول لری.

د افغانستان په اوسني وضعيت کې د هغو نالوستو ميرمنېو لپاره چېد ژوند شريک (خاوند) يې له لاسه ورکړي، کوم کسب یې هم نه وی زده او په کورنۍ کې بل څوک د ګټې هم ونلرىنو د ژوند ترټولو له درده ډکه غمیزه پیل کیږي سهاره تر بيګاه به د سرک په سر ولاړه وي او د خپلو ماشومانو د خوراک د یوې مړۍ ډوډي لاس ته راوړلو لپاره به یې لاسونه د خیرات لپاره نور ته اوږده کړي وي.

پښتنو ورڼو دادي زمونږ دغیرت په نامه د بې غیرتې هغه پایله ده چې مونږ یې د خپلو لوڼو سره وکو او هغه مو د تعلیم او زده کړو له حق بې برخې کړې دي.