بیــــــــــــــتونه

ژوند:
د ژوند هیڅ ستړی یو تصویر مې د کاږلو ندی
خدایه ؛ دا ټوله دنیا ستړې ده که زه ستړی یم

مینه:
مینه هسې لیونـــــــــــــــــــــــــــتوب غوندې ژوندون وو
نادان زړه، دوه شوخي سترګې، یو جـانان او ټول جهان

یار :
مــــــــــا ورته دا تور ویښـــــــــتان سپین کــــــــړي وو
یار لکه ماشــــــــــــــــــوم وو د یو چا په خندا تیر وتو

سترګي:
ما خو دا ټوله دنیا ستا او ستا په سترګو لیده
اوس چې ته نه یې دغه دواړه مې هم ندی پکار

بیلتون:
له تا نه لـــــیرې اوس د لوی جهان ملنګ یمه جان
د مـرګ لیــــکلي خپل اجل ته څو شېبې تیروم

درد :
ستا له درده هره ورځ په ځــــــــــــــان کې ورک یم
تا اوس داسی لیـــــــــــــــــــــــــــــونی را نه جوړ کړی

غم :
لکه ګونګ طوطـــی په زړه کې راز پنهــــــــان یم
کنه؛ غـــــــــــــم د ټول جهـــــــــان را باندې ډیر دی

یادونه:
د چــــا یادونه مې خــــــوبونو کې یو درد را کوي
چې سترکې پټې کــــــړم ر اپاڅم د زړکي په سلګو
تابوت:
نن لکه بوت مې په کالـــــــــبوت کې نفس نه چلیږی
جانان تاچې جنازه مې تور لحد په اوږو اخیستې