
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف د لندن نه خپل هېواد ته د ستنېدلو سره سم دملي حساب ورکوونې ادارې ته وړاندې کیږي، د ځان پرضد تورنو ته د ځواب ویلو لپاره . او پاکستان ته د تلو مخکې یې په لندن کې رسنیو ته وویل ، چې په اداري فساد کې ښکیل نه دی.
هغه د سترې محکمې پر هغه پریکړه هم خبرې وکړې ، چې له مخې یې ناوړ شو د هغه په خبره پریکړه ، غوښتنه ، او څارونکي قاضي هم دوی وو، دا څه ډول حساب ورکول دي ؟
نوموړي وویل ؛ لندن ته تګ یې د خپلې میرمنې د ناروغۍ د پوښتنې د پاره وو، پاتې کیدل او پاکستان ته د نه تلو اراده نلري.
ویل کېږي د ملي حساب ور کولو یا نېب له لوري د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف او د هغه د زامنو حسن او حسین نواز د نیولو لپاره د حکم کولو ژبنۍ غوښتنه منل شوې نه ده، خو د سپټمبر پر ۲۶ محکمې ته د دوی د ورتللو حکم شوی دی.
پخوانی لومړی وزیر نواز شریف د دوشنبې په شپه د لندن له هیترو هوايي ډګر د اسلام اباد پر لور روان شو.
د سترې محکمې له خوا د نواز شریف له ناوړ کېدلو وروسته پارلمان یا قومي اسمبلۍ کې د هغه څوکۍ تشه شوه او د ډکولو لپاره یې منځمهالې ټاکنې وشوې، چې د نوموړي مېرمن کلثوم نواز وګټلې.
خو نواز شریف او د هغه زوی هغه مهال د کلثوم نواز د سرطان ناروغۍ د پېژندلو وروسته د هغې د درملنې لپاره لندن ته تللی وو..
د نواز شریف له رسنیزو خبرو مخکې د هغه زوی حسین نواز رسنیو ته وویل، نواز شریف پاکستان ته ستنېږي او د ملي حساب ور کونې محکمې ته د تللو پرېکړه یې کړې ده.
د هغه په خبره، نواز شریف به پاکستان کې وي او د سپټمبر پر ۲۶ به محکمې ته ور شي.
د ملي حساب ور کوونکې ادارې محکمې د پاناما دوسیې له مخې نواز شریف، د هغه زامن حسن او حسین نواز او لور یې مریم نواز او د هغې خاوند کپټن صفدر د سپټمبر پر ۱۹ محکمې ته غوښتي وو.