له نورو ټولو علومو او فنونو څخه د نظم او د چارو د اداره کولو فن ډېر پورته او ځانګړی فن دی، یعنې دا د نظم او اداره کولو هغه فن دی ، چې له ټیټ او ناڅیزه معیار څخه یو شی لوړ معیار ته بیایي ، چې همدا د راتلونکو غوښتنو او د نن ورځې د معاملو اوراکړو ورکړو هینداره ده.
دا یوه جوته خبره ده او هر څوک په دې حقیقت خبردي ، چې ځینې مسئولین یا منیجران د ځینو نورو په پرتله ډېر چمتو او فعال وي ، دا فعال مسئولین له دې امله د ویاړ وړ نه دي ، چې ګنې له نورو څخه په چټکۍ او یا ډېر کار کوي ؛ بلکې له دې امله د قدر وړبلل کیږي ، چې د هغوی د کنترول او اداره کولو او طریقې له نورو څخه مختلفې دي .
دا د اعلی معیار او استعداد لرونکي مدیران یا مسئولین ، چې کله له ارزونې وروسته یوه موضوع پیچلې او ستونزمنه وبولي ؛ نو د هغې د حل لپاره علم او تجربه بسنه نه کوي او په دې برخه کې یې ،چې کومه روزنه لیدلي ده دهغې په مټ یې ،په ښه او اسانه طریقه حل کوي او د دې سره سره ،چې چېرته او په هرځای کې ، چې ورته اړتیا پیښه شي هلته خپل تعاون او خدمات وړاندې کوي.
پوه او د ښه استعداد مسئولین دخپلې زده کړې عمل ته دوام ورکوي او په هغو چارو او طریقو ، چې ورباندې نه پوهیږي د زده کولو کوښښ کوي او دی بیا هغه کار ترسره کوي ، چې نور یې نه شي کولی ، دی اسانو او معمولي کارونو ته توجه نه ورکوي .
داسې مسئولین خپل او د نورو وخت نه ضایع کوي ، دوی دستونزې او موضوع په ماهیت پوهیږي او په یو ځل فکر کولو سره په ښه طریقه کار سنبالوي ، له دې خبرو نه مقصد دا نه دی ، چې د اعلی استعداد دا مسئوول به دهرې پوښتنې په جواب او د هرې ستونزې په حل پوهیږي ؛ بلکې هغه د یوې موضوع په ارزونه سره د هغې د حل په هنر هم پوهیوي هغه په دې پوهیږي ، چې د یوې مسئلې د حلولو پړاو ، ترتیب او ترکیب څه دی هغه په دې هم خبر دی ، چې که د سمو خلکو نه پوښتنه وشي ؛ نو د سم جواب تر لاسه کول شوني دي . هغه د وخت له ضایع نه پرته ، له وخت نه د ګټې پورته کولو په فن پوهیږي.
ځینې خلک د نظم او اداره کولو چارې محدودوي او یوازې د یو شي خرڅلاو د انتظام او ادارې دایره ګڼي، داسې خلک د اداره کولو دایره ډیره راتنګوي ، هغوی په همدې ډول د ستونزو په حل او پریکړو کې هم له محدود عقل او ځانګړو طریقو څخه کار اخلي .
خو د ادارې او نظم د اعلی فن درلودونکي مسئولین هر یو کار ته په پراخ نظر ګوري او له ژور فکر څخه په کار اخیستو سره په ښه طریقه هغه کار ترسره کوي ، هغه ستونزې د اړوندو معاملو او چارو کړۍ بولي ، هغه په زیرکتیا سره معلوموي او هره غوټه بیله بیله سپړي ، هغه په عمومي توګه په اوږدمهالو موخو او طرحو باندې عمل کولو ته ترجیح ورکوي او په تدریجي ډول د هغې ټینګښت ته پام اړوي.
هغوی د خپل کار له ملګرو سره د خپلې تجربې ، مشاهدې او بصیرت په کارولو هر وخت د هر ډول مرستې کولو لپاره چمتو وي.
دوی د پریکړې پر مهال د ستونزې یا معاملې هر اړخ څیړي ، د اوضاع جاج اخلي ، تجویز، اغېز او پایلې ته د زړه په سترګو له لیدلو وروسته هغه د یو چیلینج په توګه قبلوي.
وروستي