کابل نړیوال هوایي ډاګر ته څیرمه توغندي لګیدلي

د کابل نړیوال هوایي ډګرته څیرمه توغندي لګیدلي دي.
 د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست رائیس نجیبدانش رسنیو وویل توغندي نن له غرمې وړاندې په ۱۱ بجو هوايي ډګر ته څېرمه غورځیدلي، او وایي چې کوم خاص تلفات نه لري.
دانش زیاته کړه.
له نېکه مرغه دغه برید تلفات او زیانونه نه دي اړولي ،په میدان کې کومه ستونزه نه ده رامینځته شوې او پروازونه په نورمال ډول دوام لري.
تر اوسه کوم چا یا ډلې د برید مسؤلیت پر غاړه نه دی اخېستی .د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په اړه پلټنې پیل شوي ترڅو معلوم کړي چې یاد توغندي له کومې خوا راغلي دي.