درنو لوستونکو! سلامونه او نیکې هېلې مو ومنئ، په دې هیله، چې روغ او جوړ به وئ.
ناروغۍ او د چاپیریال کاکړتیا هغه څه دي چې، ولس له ستونزو سره مخامخ کوي. د ټېکنالوجۍ او صنعت په ودې سره د اوبو، خاورې او په لويه کې د هوا د ککړتيا اندېښنې ډېرې شوې. د هيواد په محتلفو ښاريي سيمو کې د چټليو او کثافتو بې ځايه اچول، ساري ناروغيو ته د لېږد ښه موقع په لاس ورکړي ده.
په لاندې لېکنه که غواړو د خوست ولایت د ښاروالۍ او عامې روغتيا رياستونو پام دغه ستونزې ته متوجې کړو.
په خوست کې د ښار کثافت او چټلۍ ښارته نږدې خوړونو ته وړل کیږي او هلته اچول کیږي. ډېره غوره لاره یې ورته د اوبو وړل دي. کثافت تر هغه وخته پورې په خوړونو کې پراته، چې او به نه وي راغلې او دا هم مالومه نده چې کله باران کيږي او کله به اوبه راځي ترڅو ياد کثافت او چټلۍ له ځان سره واخلي.
په د ومره لويه کچه کثافت او چټلۍ د عامو وګوړو له کورنو څخه ندې بهر شوي، بلکې د روغتونو، قصابيو او نورو ښاري مرکزنو څخه نهرونو او ويالو ته اچول کيږي. چې څرګنده بېلګه یې د متون خوړ او شاوخوا سيمې دي.
د چټلیو اچول په خوړونو کې د عام ولس د پاره ستونزې او ناروغۍ رامنځته کولای شي.
هغه خلک چې د تګ او رتګ لارې یې دي هغوی، هر وخت د بد بوی سره مخامخ کیږي، او د نږدې کلیو واړه ماشومان په همغه چټلیو کې لاسونه وهي او دوی ته مالومه نده، چې له همدې چټلیو د لاسه ورته ډول ډول ناروغۍ پیدا کیږي چې همدا يې لامل او ختي تر ډېره دمړينې لامل هم کيږي.
له همدغو خوړونو څخه کلیو ته د اوبو بندونه تړل شوي، د ځمکو د خړوبولو لپاره دهقانان خپلې کرنیزې ځمکې پرې خړوبه وي؛ خو همدغه چټلۍ په همدغو بندونو کې کلیو ته په اسانۍ سره رسیږي. او کلیوال په همدې اوبو کي ښکته کیږي او کار پرې کوي. یوازې دا نه، چې دوی صرف پرې ځمکې خړوبوي؛ بلکې نورې استفادې هم ترې کوي، یو څوک پرې لاسونه مینځي، یو څوک پرې اودس کوي، همدا ډول ماشومان پکې لوبې کوي یو بل ته یې سره شیندي.
که چېرې له هغو کسانو څخه، چې په اوبو کې لاس وهي یا د لمبلو او مینځلو کار ورنه اخلي، خدای مکړه که د دوی نه د کوم کس په وجود کې کوم زخم او یا په جریان د او بو کې یې لاس او یا پښه غوڅ شي، نو هرومرو امکان شته چې په ناروغۍ اخته شي.
د چټلیو لپاره بايد ځاګړی ځاي وټاکل شي او يا بايد وسوځل شي.
د روغتونونو په چټلیو کې کارول شوي پیچکارۍ همدا ډول نور بیلا بیل مواد چې کارول شوي وي، په روغتونونو کې هر ډول ناروغان شتون لري، ځینې ساري ناروغۍ، چې له یو انسان نه بل انسان ته انتقالیږي همدغه ناروغۍ له همدغو چټالیو له لارې په اسانۍ سره انتقال مومي. لکه ایډز او داسې نورې ناروغۍ چې په اسانی سره کیدای شي ماشومان پرې اخته شي.
په غربي هیوادونو کې چټلۍ په دوو ګروپونو ویشل کیږي (اې) او(بي) په دې کې (بي) ګروپ چتالۍ ، چې مطلب ترې د روغتونونو چټلۍ دي، باید د روغتونونو چټلۍ د ځمکې لاندې خښې کړای شي، تر څو خلک ورته لاس رسی پیدا نکړي .
په دې برخه کې باید ټول خوست میشتي د دولتي اورګانونو څخه جدي غوښتنه وکړي، چې د چټالیو د پاره منظم کثافت ځایونه جوړ کړي، چې خلک له ناروغیو څخه په امن کې خوندي پاتې شي؛ ځکه هغه جراسیم ، چې د روغتونونو په چټلیو کې وي لمر یې له منځه نه شي وړلی. او که مخنیوی یې و نه شي خوست میشتي به لا نور هم په ډول ډول ناروغیو څخه اخته شي.
وروستي