
نيوزویک مجله پوښتي ، چې له حکمتیار سره دامریکا خبرو موخه څه ده نوموړی خو اوس په افغانستان کې یوه امریکايي پاڼه ده ، خو په واشنګټن کې ځینې داسې څوک هم شته ،چې دې خبرې ته له بلې زواېې ګوري .
ځینې وايي : دحکمتیار د جنګیالیو لاسونه دامریکايي سرتېرو پر وینو سره دي په تېر اکتوبر کې په نورستان کې 8 امریکايي سرتیري وژل شوې او 24 نور ېې ټپیان کړې و . یو شمېر امنیتي چارواکي دېته زړه نه ښه کوي ،چې له هغه چا سره خبرې اترې وشي ،چې لاسونه ېې زموږ پر وینو سره وي .
له بل پلوه بیا جنرال ډیويد پترایوس وايي : روغه جوړه له دښمن سره کیږي نه له دوست سره . په پنتاګون کې چارواکي له دې ډول خبرو سره داحتیاط غوښتنه کوي او خپله بیا هر ګام وار له مخه ارزوي ان تردې ،چې رابرټ ګېټس بیا وايي : په افغانستان کې له جنګیالیو سره دسولې خبرو ته ډیر وخت پاتې دی .
دافغان حکومت ځینې چارواکي په دې باور دي مال او پېسې کولای شي ، چې دطالبانو پر وړاندې دحکمتیار له جنګیالو کار واخلي دمجلې له انده ښاغلی حکمتیار له مال او واک دواړه سره لېوالتیا لري
نیوزویک وايي : حکمتیار ،چې اوس کوي طالبان په څرګنده ورته دومره ارزښت نه ورکوي ځکه دکوم ګواښ ډار او اندېښنه ورځنې نه لري ، خو په پټه بیا له دې اندېښنه لري ،چې حکمتیار له حکومت سره خبرې پیل کړې دي ځکه دحکمتیار جنګیالي په افغانستان کې دحکومت لپاره هم سر دردې دی ځکه شمېر ېې 15-20% ترمنځ دی او په ځینو سیمو کې ېې واک چلیږي .
سره له دې ، چې حزب اسلامي او طالبانو یو څه ګډ کار کړې دی ، خو اوس دمجلې له انده دحکمتیار او طالبانو ترمنځ اختلاف سر راپورته کړې دی ښه بېلګه ېې دافغانستان په شمال کې ددواړو خواوو خپلمنځۍ جګړه ده ،چې نږدې 60 تنه په کې وژل شوې دي ځکه خو حکمتیار اړ شو ،چې له امریکايانو سره خبرې وکړي .
نیوزویک دحکمتیار او امریکایانو ترمنځ دخبرو او جوړجاړي لپاره بل لامل هم په ګوته کوي او وايي : دحامد کرزي او امریکایانو په ګډون ټول له طالبانو سره دخبرو ، روغې جوړې خبرې کوي دا ددې مانا ورکوي ، چې حکمتیار نور ګوښه شوې دی او کوم اغیزمن رول نه لري نو د ځای موندنې په موخه رامنځته شو . دافغانستان او سیمې دچارو بل شنونکې رحیم یوسفزی وايي : حکمتیاربه له امریکایانو سره په خبرو کې ډیر محتاط وي ځکه نوموړي تل دا خبره کړې ده ،چې زه دافغانستان دازادۍ لپاره جنګیږم نوموړی نه غواړي ، چې خپله 30 کلنه مبارزه پیکه کړي .
نیوزویک په پای کې دې پایلې ته رسیږي : حکمتیار له ډیره پخوا دداسې یوې څیرې په توګه پیژندل شوې دی ، چې دخپلو ګټو اوموخو لپاره هر ډول ګام پورته کوي او کېدای شي له هغه چا سره هم ائتلاف وکاندي ،چې ده یوه ورځ د ترور هڅه کوله .