نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه جوړیږي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې به نن د افغانستان امنیت په اړه ځانګړې غونډه جوړه شي.
په کابل کې د یوناما دفتر په خپره شوې خبر پاڼه کې ویلي دی چې په نوموړې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچي یاماماتو د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي.
د نوموړې غونډې په اړه مفصل جزییات ندي ورکړل شوي.