کردان نن ټولپوښتنه تر سره کوي؛ د کردانو مشر...

د کردانو مشر مسعود بارزاني ویلي دي چې نن به د کردستان د خپلواکۍ په اړه تر سره شوې ټولپوښتنه تر سره شي.
نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي دي چې د بغداد اداره په فرقه یې دولت اوښتې ده او له عراق سره مشارکت یو ناکام مشارکت و.
نوموړي زیاته کړې ده چې نور به کله هم د ناکام مشارکت په اړه خبرې ونکړي او له عراق سره به یې اړیکې د یوه ښه ګاونډي په څیر وي.
له بلې خوا د یادې ټولپوښتنې په اړه لویدیځ اندیښمن دی او وایي چې په دې سره به د کرد ځواکونو پام داخلي اړودوړ ته واوړي او د داعش پر وړاندې تر لاسه شوې بریاوې به ضایع شي.
د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي ویلي دي چې ټولپوښتنې ته رایه ورکول د عراق اساسي قانون او سولې خلاف عمل دی.
نوموړي ویلي دي چې د کردانو خپلواکه کیدل به سختې لانجې وزیږوي.
کردان چې په څلورو هیوادونو کې په ۴ برخو ویشل شوي دي لسیزې کیږي چې د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي.
دوی په عراق، ترکیه، سوریه او ایران پورې تړل شوي دي.
مالومه به شي چې د عراقي کردستان له خپلواکه کیدو وروسته به د نورو هیوادونو کردانو برخلیک څنګه شي.