
د جرمني پارلماني ټاکنو کې د انګلامرکل محافظه کار ګوند د ۳۳٪ رایو په ګټلو سره بریا خپله کړه چې په دې سره نوموړې د څلورم ځل لپاره د جرمني لومړۍ وزیرې په توګه وټاکل شوه.
نوموړې له بریا وروسته په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې اقتصادي بنسټونه به په راتلونکو پنځو اولسو کلونو کې پياوړي کړي.
ویل کیږي چې انګلا مرکل به یو ایتلافي دولت جوړ کې خو دا کار به یې یو څه موده ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې له ټاکنو مخکې مرکل له رایه اچوونکو غوښتنه کړې وه تر څو د ښي اړخو ګوند ته رایه ورنکړي.