ویل شوي، چې د طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو مرکزونه په پاکستان کې دي.
په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني ویلي، چې د پاکستان اوسنی لومړی وزیر به دغه هېواد منزوي کړي، ځکه د هغه څرګندونې د ملګرو ملتونو په غونډه کې د پاکستان په ګټه نه وي.
د هغه په وینا د طالبانو، حقاني شبکې او نورو سخت دریځو ډلو مرکزونه لا هم په پاکستان کې دي او له دې ځایه په ګاونډیو هېوادونو کې ستونزې جوړوي.
د حقاني په خبره پاکستان سخت درېځې پالي او په خپله خاوره کې یې ځالې ورکړې دي.
وروستي