د جرمني په ټاکنو کې د انګلا مېرکل ګوند مخکې دی

په المان ک د پارلماني ټاکنو وخت پای ته رسیدلی دی.
ویل شوي، چې د لومړي اټکلونوله مخې د انګلا مېرکل په مشرۍ مرکزي ښي اړخی ګوند د شاوخوا ۳۲ سلنه رايو په ګټلو له کيڼ اړخي سوشل ديموکرات ګوند مخکې شوی دی.
په دې سربېره مېرمن مېرکل په دې نه ده توانېدلې چې د پارلمان اکثريت څوکۍ خپلې کړي.
د لومړنيو پايلو په اساس د مارټين شولتز په مشرۍ سوشل ديموکرات ګوند توانېدلی چې د ټاکنو ۲۰ سلنه رايې خپلې کړي.